سیمه ییز خبرونه
د افغانستان سياسي گوندونو او ائتلافونو د ولسمشريزو ټاكنو پر شفافيت ټينگار وكړ
د گوندونو او ائتلافونو استازي، پر اتباعو د برېښنايي تذكرو او رايو د نويو كارتونو وېش، د ټاكنو د خپلواك كميسيو ن د تشكيل د قانون تصويب او د ټاكنيزو مركزونو د امنيت خونديتوب د را روانو ولسمشريزو ټاكنو لپاره مهم شرايط بولي.
په كابل كې د جمعې په ورځ(د كب ۱۱) د حزب وحدت اسلامي د پخواني رهبرعبدالعلي مزاري د اتلسم تلين په مراسمو كې د سياسي گوندونو او ائتلافونو استازيو د راروانو ولسمشريزو ټاكنو پر شفافيت ټينگار وكړ.
د ولسي جرگې غړى محمد محقق له حكومته غوښتنه وكړه، چې د دوه زره څوارلسم كال د ولسمشريزو ټاكنو د شفافيت لپاره مهم تدابير ونيسي.
د ملي ائتلاف رهبرداكتر عبدالله عبدالله له وسلوالو طالبانو سره د سولې خبرې مرموزې او د پردې تر شاه وبللې.
د ملي جبهې رهبر احمد ضيا مسعود وويل:
له وسله والو طالبانو سره خبرې بايد په ښكاره تر سره شي.
د مشرانو جرگې رييس فضل الهادي مسلميار پر سياستوالو غږ وكړ، چې سوله د خپلو سياسي موخو قرباني نه كړي.
د گوندونو مشرانو او د سيايي حركتونو استازيو د راروانو ولسمشريزو ټاكنو د تره سره كيدو لپاره پرخلكو د برېښنايي تذكرو او د رايو د نويو كارتونو وېش، د ټاكنو د خپلواك كميسيون په تشكيلاتو كې بدلون، د ټاكنو د نوي قانون تصويب او رايو د مركزونو د امنيت خونديتوب، اساسي موارد وبلل.
دا په داسې حال كې ده، چې افغان حكومت په را روان پسرلي كې پر خلكو د برېښنايي تذكرو د وېش لپاره د چمتوالي ډاډ وركړى دى.