لوبی

د افغانستان غېږنیونې غوره لیګ درېیمه ورځ؛ فتح او قوش‌تېپه بریالي شول

په لومړۍ لوبډله‌ییزې سیالۍ کې د سپین‌غر لوبډلې فرزاد چیله‌باغ د ۵۷ کیلوګرام په وزن کې فتح لوبډلې قریب الله کاظمي ته ماتې ورکړه؛ خو فتح لوبډلې په راتلونکو دوه سیالیو کې پیاوړې لوبه وکړه او پایله یې د خپلې ګټې پر لوري راواړوله. محمدعلي ترکمن‌وال په ۶۱ کیلوګرام وزن کې سهیل میرزایي او سیاوش ساماني په ۶۵ کیلوګرام وزن کې عبدالستار علمیار ته ماتې ورکړه او خپلې لوبډلې ته یې بریا ورپه برخه کړه.

Published

on

د افغانستان غېږنیونې غوره لیګ د لومړي پړاو سیالیو پر درېیمه ورځ د فتح او قوش‌تېپه لوبډلو زړه‌راکښونکې لوبې وړاندې او بریاوې یې خپلې کړې. دغه سیالۍ د چارشنبې پر ورځ په کابل کې روانې وې او د هېواد مخکښو غېږنیوونکو خپل مهارتونه نندارې ته وړاندې کړل.

په لومړۍ لوبډله‌ییزې سیالۍ کې د سپین‌غر لوبډلې فرزاد چیله‌باغ د ۵۷ کیلوګرام په وزن کې فتح لوبډلې قریب الله کاظمي ته ماتې ورکړه؛ خو فتح لوبډلې په راتلونکو دوه سیالیو کې پیاوړې لوبه وکړه او پایله یې د خپلې ګټې پر لوري راواړوله. محمدعلي ترکمن‌وال په ۶۱ کیلوګرام وزن کې سهیل میرزایي او سیاوش ساماني په ۶۵ کیلوګرام وزن کې عبدالستار علمیار ته ماتې ورکړه او خپلې لوبډلې ته یې بریا ورپه برخه کړه.

په دوه‌یمه لوبډله‌ییزه سیالۍ کې کهکشان او قوش‌تېپه لوبډلې مخامخ شوې. کهکشان لوبډلې سیالي په ۵۷ کیلوګرام وزن کې د محمد رامز احمدي پر بریا پیل کړه، چې بلال حکیمي ته یې ماتې ورکړه.

قوش‌تېپه لوبډلې وروسته پر سیالیو بشپړ برلاسی وموند او پرله‌پسې پېنځه سیالۍ یې وګټلې.

مسیح الله نظري په ۶۱ کیلوګرام وزن کې مرتضی رستمي، نجیب حسنی په ۶۵ کیلوګرام وزن کې جواد، شمس قریشي په ۷۰ کیلوګرام وزن کې شېرحسین، رومل رجبي په ۷۴ کیلوګرام وزن کې محمدهادي او عثمان عظیمي په ۷۹ کیلوګرام وزن کې فرهاد حیدري ته ماتې ورکړه.

د افغانستان غېږنیونې غوره لیګ سیالۍ اوس هم په کابل کې روانې دي او د هېواد له بېلابېلو سیمو څخه لوبډلې د لومړي پړاو د اتلولۍ د خپلولو لپاره سیالي کوي. دا سیالۍ د غېږنیونې د ودې او د هېواد د غوره غېږنیوونکو د ښې پېژندنې لپاره ترسره کېږي.

آریانا ټلوېزیون د افغانستان غېږنیونې غوره لیګ ټولې سیالۍ پر ژوندۍ او ځانګړې بڼه خپروي. د دغو سیالیو ورځنی پوښښ د ماښام له ۶ بجو پیلېږي او مینه‌وال یې په ټول افغانستان کې ننداره کولی شي.

Trending

Exit mobile version