لوبی
د افغانستان فوتسال غوره لیګ د دوهیم پړاو پچه اچونه تر سره شوه
د افغانستان فوتسال غوره لیګ د دوهیم پړاو د غوراوي سیالیو د پچې اچونې مراسم د سې شنبې پر شپه ( د سلواغې ۱۸ ) د افغانستان فوتبال فدراسیون د مسوولینو په ګډون ترسره شول.
په دې سیالیو کې به ۱۰ لاندې لوبډلې ګډون ولري:
- سعادت نیمروز
- زیتون کابل
- ظاهر اسد کابل
- سرپل باستان
- اتحاد هرات
- جوانان خراسان بغلان
- عصر جدید غزنی
- پیروزي پنجشیر
- صداقت کابل او شمس هرت به د لیګ سیستم له مخې یو له بل سره سیالي کوي.
باید وویل شي، چې په ۲۰۲۰ ز. کال کې د افغانستان فوتسال غوره لیګ سیالیو په لومړي پړاو کې اتحاد لوبډلې وکولی شول اتلولي خپله کړي او په دې پړاو سیالیو کې به د دفاعي اتلې په توګه راڅرګند شي.
د افغانستان د فوتبال فدراسیون د څرګندونو له مخې، دغه سیالۍ به د روان لمریز لېږدیز کال د سلواغې پر ۲۶ نېټه د سعادت نیمروز او زیتون کابل لوبډلو په ګډون د افغانستان فوتبال فدراسيون په جمنازيوم کې پرانېستل شي او په راتلونکي کې به هره ورځ دوه سیالۍ ترسره کیږي.
د دغو مراسمو په پرانسته کې د افغانستان فوتبال فدراسیون سترسلاکار دین محمد ساپي ویلي: په هېواد کې له وروستيو پرمختګونو وروسته اسلامي امارت د افغانستان فوتبال لپاره بشپړ امتیازات ورکړي دي او دا لوبې یې ملي کړې.
نوموړي د افغانستان فوتسال غوره لیګ د لومړي پړاو د خپرولو له کبله له آریانا تلویزیون هم مننه وکړه.
دغه راز د آریانا تلویزیون مرستیال شاهپور ارمغان ويلي، د خوښۍ ځای دی، چې نن شپه د آریانا رادیو او تلویزیون نړیواله شبکه له افغانستان فوتبال فدراسیون سره په نږدې همکارۍ کې د افغانستان فوتسال دوهیم پړاو پیلوي.
شاهپورارمغان زیاته کړې: لکه څنګه، چې پوهېږئ؛ آریانا تلویزیون او افغان بېسیم مخابراتي شرکت د هېواد د ورزشي ټولنې تر څنګ ولاړ دي او له ورزشي پروګرامونو یې نه یوازې ملاتړ کړی، بلکې د دوستانه لوبو په برخه کې مرسته هم کړې ده.
همدارنګه به د افغانستان فوتسال غوره لیګ دوهیم پړاو هم پر ژوندۍ بڼه خپور شي.
د آریانا تلویزیون د خرڅلاو د برخې مدیر لطفالله ستانکزی وايي: مونږ ډاډ ورکوو، چې ټول لیدونکي نه یوازې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې، بلکې له افغانستان څخه بهر هم زمونږ خلک وکولی شي اړوند سیالۍ پر ښه کیفیت له تلویزیون، ستلایت او دیجیتل له لارې وګوري.
د لطفالله ستانکزي د څرګندونو له مخې؛ سپورت د آریانا تلویزیون لومړیتوب دی او سږ کال به د افغانستان د خلکو لپاره ښه سپورتي پروګرامونه خپاره کړي، چې پیل یې د فوتسال غوره لیګه وشو.
لوبی
راشد خان او عظمتالله عمرزي په پنځوسآوریزو لوبو کې خپل لومړي ځایونه وساتل
د پاکستان ابرار احمد د ۶۷۵ امتیازونو له لرلو سره دوهیم او د سویلي افریقا کیشو مهاراج د ۶۶۷ امتیازونو پر لرلو درېیم ځای ته پورته شوی دی.
لوبی
د افغانستان کرکټ بورډ د چټک توپاچوونکو د استعداد موندنې ملي پروګرام پیلوي
د افغانستان کرکټ بورډ د څرګندونو له مخې، دغه پروګرام به د اوکټوبر پر څلورمه په کندوز ولایت کې پیل شي او له هغې وروسته به ارزونې په هرات، کندهار، کابل، خوست، پکتیا او کونړ کې روانې وي او د اوکټوبر پر اووهویشتمه به په ننګرهار کې پای ته ورسېږي.
د افغانستان کرکټ بورډ د ظرفیت لوړونې مرکز راتلونکې میاشت د هېواد په څو ولایتونو کې د چټک توپاچوونکو د استعداد موندنې لپاره « تندر» نومی ملي پروګرام پیلوي.
د افغانستان کرکټ بورډ د څرګندونو له مخې، دغه پروګرام به د اوکټوبر پر څلورمه په کندوز ولایت کې پیل شي او له هغې وروسته به ارزونې په هرات، کندهار، کابل، خوست، پکتیا او کونړ کې روانې وي او د اوکټوبر پر اووهویشتمه به په ننګرهار کې پای ته ورسېږي.
د دغه بورډ د څرګندونو له مخې: د ګډون شرایط دا دي، چې لوبغاړي له ۱۹ څخه تر ۲۶ کلونو عمر ولري؛ لږ تر لږه ۱۸۰ سانټيمټره لوړوالی ولري، د اعتبار وړ برښنايي تذکره ولري او توپ په ساعت کې لږ تر لږه ۱۴۰ کیلومټره چټکتیا سره وغورځولی شي.
د اعلان شوې مهالوېش له مخې؛ په کندوز کې به ارزونې د اوکټوبر پر څلورمه او پېنځمه، په هرات کې د اوکټوبر پر نهمه او لسمه، په کندهار کې د اوکټوبر پر دولسمه، په کابل کې د اوکټوبر پر څوارلسمه او پېنځلسمه، په خوست کې د اوکټوبر پر نولسمه، په پکتیا کې د اوکټوبر پر یوویشتمه او په کونړ کې د اوکټوبر پر پېنځهویشتمه ترسره شي. وروستی پړاو به هم د اوکټوبر پر اووهویشتمه په ننګرهار کې ترسره شي.
د افغانستان کرکټ بورډ له ټولو هغو لوبغاړو، چې په لوړه کچه چټک توپاچوونکي کېدی شي؛ په ټاکل شویو نېټو په خپلو اړوند ولایتونو کې د «تندر» نومي چټک توپاچوونکو د استعدادونو د موندنې په پروګرام کې ګډون وکړي.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د دغه پروګرام موخه د افغانستان له بېلابېلو سیمو څخه د چټک توپاچولو هیلهبښوونکو استعدادونو موندل او د هېواد د کرکټ د لوړې کچې د فعالیتونو د سیسټم له لارې د مستعدو لوبغاړو د ودې او پرمختګ لپاره د زمینې برابرول دي.
لوبی
طوفان هرات او عینو مېنه کندهار ۱-۱ مساوي شول
عنایتالله کوهي د لوبې په لومړۍ نیمایي کې طوفان هرات ته لومړی ګول وواهه؛ خو احمد بنيمقدس د لوبې په دوهدېرشمه دقیقه کې عینو مېنه کندهار ته ګول ورکړ او لوبه مساوي شوه.
د افغانستان اتلانو لیګ روشن د سېشنبې پر ورځ په کابل کې د نههویشتمې لوبې پر مهال طوفان هرات او عینو مېنه کندهار یو پر یو مساوي ولوبېدل.
عنایتالله کوهي د لوبې په لومړۍ نیمایي کې طوفان هرات ته لومړی ګول وواهه؛ خو احمد بنيمقدس د لوبې په دوهدېرشمه دقیقه کې عینو مېنه کندهار ته ګول ورکړ او لوبه مساوي شوه.
د لوبې په دوهیمه نیمایي کې دواړو لوبډلو د ګول وهلو څو فرصتونه درلودل؛ خو ونه توانېدل، چې له دغو فرصتونو ګټه واخلي او لوبه یو- یو پای ته ورسېده.
طوفان هرات په دې لوبه کې ۱۲ سرغړونې وکړې او یو ژېړه کارت یې واخیست. عینو مېنه کندهار بیا ۱۶ سرغړونې وکړې او دوه ژېړ کارتونه یې ترلاسه کړل.
طوفان هرات به خپله راتلونکې لوبه د اوکټوبر پر لومړۍ له آرمان افسي سره وکړي او عینو مېنه کندهار به د اوکټوبر پر دوهیمه له ابومسلم فراه سره مخ شي.
د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو سیالۍ پر ژوندۍ بڼه له آریانا ټلویزیون څخه خپرېږي.
-
تازه خبرونه4 days agoتاجکستان په افغانستان کې له سولې او ثبات څخه پر ملاتړ ټینګار وکړ
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان بانک او د افغانستان نړیوال اعتباري بنسټ ترمنځ د همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک شو
-
تازه خبرونه4 days agoپه نورستان کې د عملیاتو پر مهال ۲۸ وسلوال وژل شوي او ۳۲ نور ونیول شول
-
لوبی5 days agoد افغانستان اتلانو لیګ؛ عمر ځواک هرات طوفان هرات ته ۰- ۱ ماتې ورکړه
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoد جګړې د پای ته رسولو نوې هڅې؛ امریکا او ایران له منځګړو سره بېلابېل ولیدل
-
تازه خبرونه2 days agoد ملګرو ملتونو خبرداری؛ مالي کړکېچ ۸.۳ میلیون کډوال له مرستو بېبرخې کولی شي
-
نړۍ3 days agoد صربستان ولسمشر له پارلماني ټاکنو مخکې له دندې ګوښه شو
-
تازه خبرونه1 day agoد افغانانو د پناه غوښتنې په دوسیو کې ۴۰ سلنه تېروتنې شوي – د امریکا کورني امنیت وزارت
