لوبی
د افغانستان فوټسال ملي لوبډله په آسیا ملتونو جام کې د ګډون لپاره انډونیزیا ته ورسېده
افغانستان په D ګروپ کې راغلی او له ایران، سعودي عربستان او مالیزیا سره به سیالۍ وکړي.
د افغانستان فوټسال ملي لوبډله، چې له دې مخکې یې په ټایلینډ کې روزنیزې هحې ترسره کړې؛ نن یکشنبه د ۲۰۲۶ ز.کال په آسیا فوټسال ملتونو جام کې د ګډون لپاره انډونیزیا ته ورسېده.
افغانستان په D ګروپ کې راغلی او له ایران، سعودي عربستان او مالیزیا سره به سیالۍ وکړي.
دغه لوبډله د دغو سیالیو له پیل مخکې د ویټنام پر وړاندې په دوه دوستانه لوبو کې د بریاوو له ترلاسه کولو وروسته ډاډمنه دې سیالیو ته وردانګي.
د آسیا فوټسال ملتونو جام ۲۰۲۶ سیالۍ به د سلواغې پر اوومه / د جنورۍ پر اووهویشتمه په انډونیزیا کې پیل شي، چې په کې به د آسیا ۱۶ غوره لوبډلې ګډون ولري.
افغانستان به خپله لومړنۍ لوبه د چارشنبې پر ورځ( د سلولغې پر اتمه / د جنورۍ پر اتهویشتمه ) په جاکارتا کې د سعودي عربستان پر وړاندې ترسره کړي.
د آسیا د فوټسال ملتونو جام سیالۍ به په ټول افغانستان کې د آریانا ټلویزیون له لارې پر ژوندۍ بڼه خپرې شي.