تازه خبرونه
د افغانستان فوټسال ور ساتونکی پر کرونا ناروغۍ اخته شوی
(Last Updated On: غبرګولى ۹, ۱۳۹۹)
د افغانستان د فوټسال ملي ټیم ور ساتونکی (ګول کیپر) علي رضا قرباني د کوویډ-۱۹ په ناروغۍ اخته شوی دی.
قرباني په یوه انلاین پوسټ کې تایید کړې، او ویلي یې دي: “کرونا ماته هم ورسیده، جدي یې ونیسۍ.”
علِی رضا، چې په بیلابیلو سیالیو کې یي ترټولو اغیزناک فعالیت درلود، د څلورو کلونو راهیسې د ملي ټیم لپاره لوبیږي.
هغه د آسیا کورني ۲۰۱۷ اتلولیو کې هم ځلېدلې چې پکې افغانستان څلورم ځای خپل کړی و.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د کوویډ-۱۹ رامنځته کیدلو له امله ټولې سپورټي چارې ځنډول شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت وايي چې په افغانستان کې ټول زیانمن شوي وګړي د ۲۲۷ مړینې او ۱۱۳۵ رغېدا سره، ۱۲۵۹۵ ته رسیدلي دي.