تازه خبرونه

د افغانستان قومونه دې پردۍ دسیسې وڅاري- طالبان

Published

on

(Last Updated On: )

وسلوالو طالبانو د توتاپ پروژې په سر د راپورته شویو ناندرو په غبرګون کې د افغانستان له قومونو غوښتي، چې له ژبنيو او قومي اختلافاتو ډډه وکړي او په دې اړه دې پردۍ دسیسې وڅاري.   

ایرنا خبري سرچینې په ډاګه کړې؛ طالبانو ټینګار کړی، چې قومونه او قبایل دې د ځانونو د کمزوره کولو په ځای د بهرنیانو د ایستلو له پاره ګډې هڅې وکړي.

توتاپ له ترکمنستان څخه د ۵سوه کیلو وولته وارداتي برښنا پروژه ده، چې حکومت یې د سالنګ له لارې د پلې کیدو پرېکړه  کړې؛ خو د حکومت دا پرېکړهله  دوهجلا انتخابونو ( بامیان – وردګ او سالنګ – پروان)سره مخ شوه.

دوه اونۍ وړاندې د دوشنبې په ورځ د کابل ښار د لویدیځې برخې اوسیدونکیو د محمد کریم خلیلي او په ولسي جرګه کې د یو شمېر استازیو په مشرۍ د لاریون پرېکړه پلې کړه. لاریونکوونکیو ويل، چې د توتاپ پروژه دې له بامیانو تېره شي.

وروسته بیا د پروان ولایت اوسیدونکیو لاریون وکړ. دوی وویل، چې د توتاپ پروژې په اړه دې د حکومت پرېکړو ته درناوی وشي او ملي مسایل دې قومي رنګ نه خپلوي.

کله، چې حکومت دې ربړې ته کمیسیون وټاکه؛ کمیسیون بامیانو ته ۲۲۰ وولته برښنا اعلان کړه؛ خو محمد کریم خلیلي په یو بل لاریون کې تېره ورځ د حکومت او کمیسیون دا پرېکړه ناسمه او له تعصبه ډکه ونوموله.

که څه هم کمیسیون د پروژې پر پیلولو ټینګار کړی؛ خو ځانګړیو غوښتنو یاده پروژه له خنډ او ځنډ سره مخ کړې ده.  

دا په داسې حال کې ده، چې افغان حکومت د طالبانو پر نوې رهبرۍ د روغې جوړې غږ کړی؛ که روغه او سوله نه کوي، نو د خپل تېر مشر له برخلیک سره به مخ شي. 

Trending

Exit mobile version