تازه خبرونه

د افغانستان له حضور پرته د شانګهای غونډې پرېکړې نیمګړې دي

مجاهد ویلي؛ افغانستان له اقتصادي، امنیتي، سیاسي او ټولنیز اړخه د سیمې مهمه برخه ده او د شانګهای همکاریو ټولنې غړي هېوادونه باید دې موضوع ته پام راواړي.

Published

on

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد له آریانا نیوز سره په خبرو کې ویلي؛ د شانګهای همکاریو ټولنې په غونډه کې د افغانستان ګډون د سیمې پر ګټه دی؛ ځکه په دې غونډه کې د سیمې پر مهمو موضوعاتو خبرې کېږي.

مجاهد ویلي؛ افغانستان له اقتصادي، امنیتي، سیاسي او ټولنیز اړخه د سیمې مهمه برخه ده او د شانګهای همکاریو ټولنې غړي هېوادونه باید دې موضوع ته پام راواړي.

هغه ټینګار کړی، چې د شانګهای غونډه باید د ځینو سیاستونو تر اغېز لاندې رانه‌شي او پر یوه اړخیزه غونډه بدله هم نه‌شي.

د اسلامي امارت ویاند زیاتوي، که افغانستان د شانګهای په غونډه کې حضور ونه‌لري؛ هغه پرېکړې، چې په سیمه‌ییزه کچه کېږي، بشپړې به نه‌وي.

مجاهد وایي، ځینې هېوادونه کله ناکله هڅه کوي، چې په دې غونډه کې د افغانستان د ګډون مخه ونیسي؛ خو د نوموړي پر باور، د سیمه‌ییزو مسایلو د بحث او له سیمې سره د غړو هېوادونو د مسوولیتونو د روښانه کېدا لپاره د افغانستان حضور مهم دی او د افغانستان له حضور پرته د شانګهای غونډې پرېکړې به نیمګړې وي.

Trending

Exit mobile version