تازه خبرونه
د افغانستان له خاورې څخه د بل هېواد د ګواښلو شواهد شتون نلري – محمد یعقوب مجاهد
یعقوب مجاهد له الجزیرې سره په مرکه کې ویلي، چې اسلامي امارت له امریکا سره د دوحې تړون ته ژمن پاتې دی او د افغانستان خاوره به د بل هېواد پر ضد ونه کارول شي.
د افغانستان ملي دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد ويلي، چې په هېواد کې کورنۍ ننګونې پای ته نږدې دي او داعش “حتا د افغانستان یو انچ خاوره هم نلري”.
یعقوب مجاهد له الجزیرې سره په مرکه کې ویلي، چې اسلامي امارت له امریکا سره د دوحې تړون ته ژمن پاتې دی او د افغانستان خاوره به د بل هېواد پر ضد ونه کارول شي.
هغه وایي: “هیڅوک داسې شواهد نلري، چې په دې موده کې امریکا یا د هغې متحدین یا کوم بل هېواد له افغانستان څخه ګواښل شوی وي.”
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوسمهال د ګاونډیانو په ګډون د اسلامي امارت او نورو هېوادونو ترمنځ هیڅ نظامي تړون شتون نلري؛ خو سیاست مو دا دی، چې د نورو هېوادونو پر وړاندې د افغانستان له خاورې ناوړه ګټه پورته نشي.
هغه د افغان اردو له بیارغونې او مسلکي کولو هم خبر ورکړی او څرګندوي، چې هره میاشت سلګونه کسان له پوځي او روزنیزو مرکزونو فارغ کیږي.
ویل کیږي، چې اسلامي امارت له امریکا، ناټو، چین یا روسیې سره پوځي اړیکې نلري او د دوی اوسنی تمرکز پر سیاسي او اقتصادي برخو؛ په ځانګړي توګه پر افغانستان د بندیزونو لرې کول دي.