تازه خبرونه
د افغانستان لومړنۍ ښځینه جنراله سهیلا صدیق په ۷۲ کلنۍ کې مړه شوه
د افغانستان لومړنۍ جنراله او پخوانۍ روغتیا وزیره سهیلا صدیق د پلازمېنې کابل په سردار محمد داود خان روغتون کې له ورپېښې ناروغۍ د جمعې پر ورځ( د لیندۍ ۱۴) د ۷۲ کلونو پر عمر مړه شوه.
سهیلا صدیق له نږدې شپږ کلونو راپدیخوا د هېرې یا الزایمر پر ناروغۍ اخته او په سردار محمد داود خان روغتون کې یې درملنه کېده.
ډګر جنرالې سهیلا صدیق نږدې څلویښت کاله د سردار محمد داوود خان په روغتون کې دنده تر سره کړې ده. هغه په دې وروستیو کې پر کرونا وبا هم اخته شوې وه او د جمعې پر سهار د سردار محمد اوود خان په روغتون کې ساه ورګړه.
د افغانستان روغتیا وزیر محمد جواد عثماني د نوموړې مړینه د افغانستان لپاره نه جبرانېدونکې ضایعه بولي.
دوه اویا کلنه جنراله سهیلا صدیق د محمد صدیق لور او د کندهار د معروف ولسوالۍ اصلي اوسېدونکې وه.
هغه د کابل په زاړه ښار کې نړۍ ته راغلې او په ۱۳۴۵ کال کې، چې د کابل پوهنتون د طب محصله وه، د زدکړو د دوام لپاره روسیې ته ولاړه او د دکتورا سند یې له هغه ځایه تر لاسه کړ. هغې وروسته په سردار محمد داوود خان روغتون کې دنده پیل کړه؛ سهیلا صدیق د غوره جراحې په توګه هم یاده شوې ده.
ډګرجنراله سهیلا صدیق نږدې څلوېښت کاله د سردار محمد داوود خان روغتون د قومندانې او له ۲۰۰۱ تر ۲۰۰۴ کلونو د عامې روغتیا د وزیرې په توګه کار کړی دی.
ملي فاع وزارت ویلي؛ خاورو ته د جنرالې سهیلا صدیق د سپارلو مراسم به د شنبې پر ورځ په ځانګړیو مراسمو کې تر سره شي.
ولسمشر اشرف غني د یوې اعلامیې په خپرولو د سهیلا صدیق پر مړینه خواشیني ښودلې.
د یادونې ده، چې جنرال سهیلا صدیق واده نه و کړی او په کابل ښار کې یې خپلوان هم نه ول.