تازه خبرونه
د افغانستان لپاره د پوتین ځانګړی استازی کابل ته رارسېدلی
د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ځانګړی استازی ضمیر کابلوف نن (پنجشنبه د کب ۴) کابل ته راورسېد.
کابلوف، چې د یوه روسي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی، د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي سره یې وکتل.
د بهرنيو چارو وزارت د وياند مرستيال حافظ ضياء احمد ويلي، په دې کتنه کې دواړو لوریو د سياسي، اقتصادي، ټرانزيټي او سيمه ييزو اړيکو پر پياوړتيا خبرې وکړې.
کابلوف هم په غونډې کې د اسلامي امارت متوازن سیاست د سیمې او نړۍ د هېوادونو په ګټه وباله او د نوي حکومت د لاسته راوړنو په اړه یې خوښي څرګنده کړه.
په دې کتنه کې د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي افغانستان ته د روسیې د پلاوي د سفر ستاینه وکړه او وایي، روسیه کولی شي له افغانستان سره د یو لړ پراختیايي پروژو په پلي کولو کې همکاري وکړي.
مولوي متقي زیاته کړې؛ نوی حکومت د سیمې امنیت او اتصال ته ډېره پاملرنه کوي او غواړي، چې افغانستان د آسیا د زړه په توګه د سیمې د هېوادونو ترمنځ د ټرانزیټ، سوداګرۍ، صنعتي او اقتصادي اړیکو په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.
نوموړي له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د نړيوالې همکارۍ غوښتنه هم وکړه.
کابل ته په تللي روسي پلاوي کې د دفاع، کورنیو چارو، اقتصاد، صنعت، کرنې او انرژۍ وزارتونو استازي شامل دي.
کابل ته د کابلوف سفر په داسې حال کې تر سره کېږي، چې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي هم نن (پنجشنبه) افغانستان ته راغلی دی.