تازه خبرونه

د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي پر ټاکلو بحثونه روان دي – م.م

Published

on

(Last Updated On: وری ۲۱, ۱۴۰۳)

د ملګرو ملتونو ویاند ويلي، چې د افغانستان په چارو کې د دې ټولنې د ځانګړي استازي په اړه خبرې اوس هم روانې دي.

د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک د دوشنبې پر ورځ په یو خبري کنفرانس کې څرګنده کړې: دا بهیر روان دی. هرڅومره ژر، چې مونږ د عامه پوهاوي لپاره نوي معلومات ترلاسه کړو؛ نو هیله من یم، چې تاسې ته به یې وړاندې کړم.

د تېر کال په ډسمبر میاشت کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو غوښتنه وکړه؛ روسیې او چین دې پرېکړه لیک ته ممتنع رای ورکړه او اسلامي امارت هم د امنیت شورا د ځانګړي استازي د ټاکلو پر پرېکړه نیوکه وکړه.

اسلامي امارت په دې باور دی، چې د ملګرو ملتونو د ځانګړي ماموریت (یوناما) په موجودیت کې د افغانستان لپاره د بل استازي ګمارل نا اړین دي؛ ځکه، چې دا هېواد په جګړه کې ندی او اوس د مرکزي حکومت له حاکمیته برخمن هېواد دی.

د راپورونو له مخې؛ د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي دنده به دا وي، چې سیاسي هوکړې ته د رسېدو لپاره بین الافغاني ( خپلمنځي ) خبرې پیل کړي.

د جاپان ټایمز ورځپاڼې د یوې خپرې شوې مقالې له مخې؛ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د څوکۍ لپاره درې نوماندان وړاندیز شوي: تادامیچي یاماموتو؛ جاپانی ډیپلوماټ، چې له ۲۰۱۶ څخه تر ۲۰۲۰ ز. کال پورې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړی استازی و؛ په افغانستان کې د بریټانیا پخوانی سفیر نیکولاس کي او په کابل کې د ترکیې پخوانی سفیر جهاد ارګنای.

Trending

Exit mobile version