تازه خبرونه

د افغانستان مالیې وزارت مرستیال د هند پر پانګونې ټینګار وکړ

د مالیې وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې عبدالمتین سعید ټینګار کړی، چې د افغانستان اسلامي امارت صنعتکارانو او سوداګرو ته د پام وړ آسانتیاوې برابرې کړي او په دې اړه یې د ملاتړ رامنځته کولو هڅې روانې ساتلې دي.

Published

on

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو مرستیال عبدالمتین سعید له یو شمېر هندي پانګوالو سره د لیدنې پرمهال په افغانستان کې د پانګونې پر شته فرصتونو خبرې کړې دي.

د مالیې وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې عبدالمتین سعید ټینګار کړی، چې د افغانستان اسلامي امارت صنعتکارانو او سوداګرو ته د پام وړ آسانتیاوې برابرې کړي او په دې اړه یې د ملاتړ رامنځته کولو هڅې روانې ساتلې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د افغانستان او هند اړیکې په ځانګړي توګه د سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې د پراختیا په حال کې دي.

دغه راز هندي پانګوالو هم ژمنه کړې، چې په افغانستان کې به د انساني، کرنیزو او حیواني درملو د تولید، کرنې او کانونو د عصري ټکنالوژۍ کارونې او دغو برخو ته د افغان کدرونو د ظرفیت لوړونې لپاره د پروګرامونو پر برابرولو پانګونه وکړي.

ویل کیږي، چې یاده پانګونه کولی شي د کاري فرصتونو په رامنځته کولو، د تخنیکي پوهې په لېږد او د هېواد د اقتصادي ودې په برخه کې اغېزناک رول ولوبوي.

Trending

Exit mobile version