پرمختګ او بشپړتیا

د افغانستان مسئلې ته اروپايي ټولنه كاري لومړيتوب بخښي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د اروپايي ټولنې د امنيت او همكارۍ سازمان وايي، چې:

د افغانستان مسئله يې د كار په لومړيتوب كې راغلې ده.

ليتونيا، چې د دغه سازمان گرځنده رياست په غاړه لري؛ وايي، چې:

په افغانستان كې د ثبات د ټينگښت لپاره بايد نړيوالې هڅې همغږې شي.

دا په داسې حال كې ده، چې فرانسې ويلي:

له افغانستان څخه يې خپل دوه  سوه سرتېري ايستلي دي.

د اروپايي ټولنې د امنيت او همكارۍ سازمان رييس پاولاوسكاس وايي، چې:

په بروكسل كې  يې د ناټو غونډې ته څرگنده كړې، چې د افغانستان د امنيت مسئله د منځنۍ آسيا او په ټوليزه توگه د اروپايي هېوادونو لپاره اغېزمنه ده.

د دغه سازمان مسوولينو زياته كړې، چې له ناټو، ملگرو ملتونو او اروپايي ټولنې سره په گډه به په افغانستان كې د ثبات د ټينگښت لپاره هڅې همغږې كړي.

د نوموړي سازمان رييس ويلي، چې د افغانستان مسئله يې د كار په لومړيتوبونو كې ده.

دا په داسې حال كې ده، چې د چارشنبې په ورځ( د تلې په ۲۷ ) دوه سوه فرانسوي سرتېرو افغانستان پرېښود او فرانسې ته ستانه شول.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Trending

Exit mobile version