تازه خبرونه

د افغانستان ملي پراختیا سټراټیژي له خطر سره مخ ده – یو‌ان‌ډي‌پي

دا له ۲۰۲۱ کال راپدېخوا د اسلامي امارت له بیا واکمنېدا وروسته لومړنی ملي پراختیايي پروګرام دی، چې د نړیوالو مرستو د نشتون تر شرایطو لاندې؛ د محدودو کورنیو سرچینو د وېش لپاره چوکاټ وړاندې کوي.

Published

on

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) د راپور له مخې؛ د افغانستان نوې ملي پراختیایي سټراټیژي  (ANDS 2025–2030) به تر هغې خپلې موخې ته ونهرسېږي، چې اړینې جوړښتي ننګونې حل نشي.

دا له ۲۰۲۱ کال راپدېخوا د اسلامي امارت له بیا واکمنېدا وروسته لومړنی ملي پراختیايي پروګرام دی، چې د نړیوالو مرستو د نشتون تر شرایطو لاندې؛ د محدودو کورنیو سرچینو د وېش لپاره چوکاټ وړاندې کوي.

د دې سټراټیژۍ موخه دا ده، چې کلنۍ اقتصادي وده له ۳ څخه تر ۵ سلنې پورې ترلاسه کړي، صادرات ۱۰ سلنه زیات کړي، تر ۲۰۳۰ پورې ۵ میلیارډ ډالر بهرنۍ پانګونه راجلب کړي او پطخبنا(زیربنا) انرژي او استخراجي صنایعو ته پراختیا ورکړي.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام خبرداری ورکړی، چې په یو مهال کې څو بحرانونه؛ لکه: نړیوال نه‌رسمیت پېژندنه، ژور بشري ناورین، د کډوالو پراخه بېرته ستنېدا او اقلیمي بدلونونه د دې پروګرام د عملي کېدا خطر نور هم زیاتوي.

دې بنسټ دوه اړین بحراني محدودیتونه پر ګوته کړي؛ پر ښځو لګېدلي بندیزونه او د انرژۍ کمښت.

د راپور له مخې؛ د نجونو پر زده‌کړو بندیز او د ښځو پر کار او ګرځېدا محدودیتونو د دوی اقتصادي ګډون راکم کم کړی، چې د ودې او ګډې سوکالۍ ترلاسه کول یې ستونزمن کړي دي. همدارنګه، د انرژۍ سخت کمښت – د برښنا اوسنی تولید یوازې ۰.۷ ګیګاواټه دی د ۵ ګیګاواټه اړتیا پر وړاندې؛ د صنعتي پرمختګ مخه نیسي.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام دا پایله اخلي: تر هغې، چې پر ښځو محدودیتونه لرې او د انرژۍ تشه ډکه نشي؛ دا سټراټیژي به ښايي یوازې یوه هیله پاتې وي او عملي بدلون به رامنځته نکړي.

اسلامي امارت تر اوسه پدې اړه کوم غبرګون ندی ښودلی.

Trending

Exit mobile version