تازه خبرونه

د افغانستان نجونې ښوونځيو ته له تګ مه بې برخې کوي – د م.م د امنیت شورا غړي

Published

on

(Last Updated On: وری ۷, ۱۴۰۱)
د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د اتلس هېوادونو استازیو په یوه ګډه اعلامیه کې له اسلامي امارت وغوښتل، چې د افغانستان نجونې ښوونځيو ته له تګ مه بې برخې کوئ.

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د ناروې، البانیا، برازیل، فرانسې، ایرلینډ، مکسیکو، انګلستان، امریکا او عربي متحده اماراتو د بهرنیو چارو ښځینه وزیرانو په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانستلو غوښتنه وکړه او له اسلامي امارت یې وغوښتل، چې د افغان ولس په اړه خپل مسوولیت ادا او ترسره کړي.

د دغې اعلامیې په یوه برخه کې راغلي؛ په تېرو څو ورځو کې له یو میلیون ډېرې افغان نجونې چمتو شوې، چې ښوونځیو ته ولاړې شي؛ خو د ښوونځیو په دروازو کې ناهیلې شوې.

د ښوونځیو د نجونو په اړه دا پرېکړه د هغو ژمنو ښکارندویي نکوي، چې طالبانو په وروستیو اوونیو او میاشتو کې له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو د یوې برخې په توګه کړې وې.

دغه راز د البانیا، انډورا، اسټرالیا، بلجیم، بوسنیا، کاناډا، اسټونیا، جرمني، آیسلینډ، انډونیزیا، مالاوي، منګولیا، نیوزیلینډ، ناروې، سویډن، ټونګا او انګلستان د بهرنیو چارو وزیرانو د جمعې پر ورځ ګډه اعلامیه خپره کړې او له اسلامي امارته یې غوښتي، چې د افغانستان خلکو ته خپل مکلفیتونه پوره کړي.

د دوی په ګډه اعلامیه کې راغلي: مونږ د بهرنیو چارو د وزیرانو په توګه خواشینې او اندېښمنې یوو، چې په سږني پسرلي کې د افغانستان نجونې( متوسطو او لیسو) ته له تلو منع شوي، چې د نجونو د تعلیمي تګلارې پر وړاندې رامنځته شوي خنډونه باید لرې شي.

د پوهنې وزارت چارواکو ويلي، د نجونو زدکړو ته ژمن دي؛ خو د نجونو لیسې او منځني ښوونځي به تر بلې خبرتیا تړلي وي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړیو ویلي؛ دغه سازمان او نړیواله ټولنه چمتو ده، چې د افغانستان له خلکو سره د ټولو ماشومانو د زدکړې په اړه خپلې مرستې روانې وساتي.

Trending

Exit mobile version