Connect with us

تازه خبرونه

د افغانستان نجونې ښوونځيو ته له تګ مه بې برخې کوي – د م.م د امنیت شورا غړي

خپور شوی

د

Last Updated on: وری ۷, ۱۴۰۱
د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د اتلس هېوادونو استازیو په یوه ګډه اعلامیه کې له اسلامي امارت وغوښتل، چې د افغانستان نجونې ښوونځيو ته له تګ مه بې برخې کوئ.

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د ناروې، البانیا، برازیل، فرانسې، ایرلینډ، مکسیکو، انګلستان، امریکا او عربي متحده اماراتو د بهرنیو چارو ښځینه وزیرانو په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانستلو غوښتنه وکړه او له اسلامي امارت یې وغوښتل، چې د افغان ولس په اړه خپل مسوولیت ادا او ترسره کړي.

د دغې اعلامیې په یوه برخه کې راغلي؛ په تېرو څو ورځو کې له یو میلیون ډېرې افغان نجونې چمتو شوې، چې ښوونځیو ته ولاړې شي؛ خو د ښوونځیو په دروازو کې ناهیلې شوې.

د ښوونځیو د نجونو په اړه دا پرېکړه د هغو ژمنو ښکارندویي نکوي، چې طالبانو په وروستیو اوونیو او میاشتو کې له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو د یوې برخې په توګه کړې وې.

دغه راز د البانیا، انډورا، اسټرالیا، بلجیم، بوسنیا، کاناډا، اسټونیا، جرمني، آیسلینډ، انډونیزیا، مالاوي، منګولیا، نیوزیلینډ، ناروې، سویډن، ټونګا او انګلستان د بهرنیو چارو وزیرانو د جمعې پر ورځ ګډه اعلامیه خپره کړې او له اسلامي امارته یې غوښتي، چې د افغانستان خلکو ته خپل مکلفیتونه پوره کړي.

د دوی په ګډه اعلامیه کې راغلي: مونږ د بهرنیو چارو د وزیرانو په توګه خواشینې او اندېښمنې یوو، چې په سږني پسرلي کې د افغانستان نجونې( متوسطو او لیسو) ته له تلو منع شوي، چې د نجونو د تعلیمي تګلارې پر وړاندې رامنځته شوي خنډونه باید لرې شي.

د پوهنې وزارت چارواکو ويلي، د نجونو زدکړو ته ژمن دي؛ خو د نجونو لیسې او منځني ښوونځي به تر بلې خبرتیا تړلي وي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړیو ویلي؛ دغه سازمان او نړیواله ټولنه چمتو ده، چې د افغانستان له خلکو سره د ټولو ماشومانو د زدکړې په اړه خپلې مرستې روانې وساتي.

تازه خبرونه

کابل د امریکا پر ګډون له ټولو هېوادونو سره د اړیکو پراخېدا غواړي – ذبیح‌الله مجاهد

مجاهد په کابل کې د« حکومت د مطبوعاتو په هېنداره کې پېنځمې غونډې» ته ویلي؛ اسلامي امارت په ۱۴۴۷لمریز لېږدیز کال کې له بېلابېلو هېوادونو سره د سیاسي، سوداګریزو، اقتصادي، ټرانزیټي او قونسلي اړیکو د پراختیا لپاره هڅې کړې دي.

Published

on

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ويلي؛ د سیمې، له سیمې بهر او اغېزناکو هېوادونو نظر د اسلامي امارت په اړه د مثبت بدلون په حال کې دی.

مجاهد په کابل کې د« حکومت د مطبوعاتو په هېنداره کې پېنځمې غونډې» ته ویلي؛ اسلامي امارت په ۱۴۴۷لمریز لېږدیز کال کې له بېلابېلو هېوادونو سره د سیاسي، سوداګریزو، اقتصادي، ټرانزیټي او قونسلي اړیکو د پراختیا لپاره هڅې کړې دي.

هغه ټینګار کړی، چې افغانستان له امریکا سره ډیپلوماټیکو او اقتصادي اړیکو ته اړتیا لري او دغه اړیکې باید له ډېر وخت وړاندې ټینګې شوې وی.

د مجاهد د څرګندونو له مخې؛ د کابل بهرنی سیاست یوازې له امریکا سره تر اړیکو محدود نه‌دی او اسلامي امارت له ټولو هغو هېوادونو سره د اړیکو د ټینګولو غوښتونکی دی، چې تر اوسه له افغانستان سره رسمي اړیکې نه‌لري.

د اسلامي امارت ویاند همدارنګه ویلي، چې په تېر سپوږمیز کال کې د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې له ۴۶ زره ډېر عملیات کړي او له ۲ زره ټنو ډېر نشه‌يي توکي یې کشف او نیولي دي.

هغه زیاته کړې؛ دغه راز په همدې کال کې د نشه‌يي توکو له ۲۱ زره هکټاره ډېره کرکېله او د دغو توکو د تولید ۵۳۳ کارخونې هم له منځه وړل شوې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له سیمه‌ییزو او اروپايي هېوادونو سره د افغانستان اړیکې د پراخېدا په حال کې دي – امیرخان متقي

امیرخان متقي د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه هم ویلي، چې ښځې د سوداګرۍ په برخه کې فعالیت کوي او نجونې په ښوونځیو کې تر شپږم ټولګي پورې خپلې زده‌کړې کوي.

Published

on

د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له بي‌بي‌سي سره په خبرو کې ویلي، چې له سیمه‌ییزو هېوادونو سره د افغانستان اړیکو په سیاسي او اقتصادي برخو کې پرمختګ کړی او له اروپايي هېوادونو سره یې اړیکې هم د پراخېدا په حال کې دي.

امیرخان متقي د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه هم ویلي، چې ښځې د سوداګرۍ په برخه کې فعالیت کوي او نجونې په ښوونځیو کې تر شپږم ټولګي پورې خپلې زده‌کړې کوي.

ویل کیږي، چې اوس‌مهال له درې میلیون ډېرې نجونې په ښوونځیو کې پر زده‌کړو اخته دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

آلمان د جرمي مخینې لرونکي ۲۲ افغان پناه‌غوښتونکي کابل ته ولېږدول

د آلمان دویچه‌وله رسنۍ راپور ورکړی؛ د دې هېواد کورنیو چارو وزارت د سې‌شنبې پر ورځ د سپټمبر پر لومړۍ نېټه اعلان وکړ، چې دغه کسان په یوه ځانګړې الوتنه کې د افغانستان پلازمېنې کابل ته لېږدول شوي دي.

Published

on

آلمان ۲۲ افغان پناه‌غوښتونکي، چې جرمي مخینه یې لره؛ په یوه چارټر الوتنه کې کابل ته بېرته لېږدولي دي.

د آلمان دویچه‌وله رسنۍ راپور ورکړی؛ د دې هېواد کورنیو چارو وزارت د سې‌شنبې پر ورځ د سپټمبر پر لومړۍ نېټه اعلان وکړ، چې دغه کسان په یوه ځانګړې الوتنه کې د افغانستان پلازمېنې کابل ته لېږدول شوي دي.

د آلمان کورنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ دغو کسانو په دې هېواد کې د وژنې، قصدي وژنې د هڅو، غلا، پر تاوتریخوالي د باج اخیستنې، د سختو بدني زیانونو او اورلګونې په ګډون جرمونه کړي دي.

دا په وروستیو اوونیو کې د افغان وګړو د بېرته لېږدولو درېیم پړاو بلل شوی دی.

له دې مخکې د اګست پر پېنځه‌ویشتمه شاوخوا ۳۰ افغان وګړي له لایپزیګ هوايي ډګر څخه کابل ته بېرته ولېږدول شول، چې ویل شوي؛ د هغوی یو شمېر جرمي مخینه نه‌لرله.

دغه راز راپور ورکړ شوی، چې د اسلامي امارت درې کسیز پلاوی د قطر په پلازمېنه دوحه کې د جرمني له ډیپلوماټیکې استازولۍ څخه د ۳۰ ورځنۍ ویزې له ترلاسه کولو وروسته دغه هېواد ته سفر کړی دی.

آلمان ټینګار کوي، چې له اسلامي امارت سره یې اړیکې د تخنیکي کچې دي او دا د افغانستان د حکومت د رسمیت پېژندلو معنا نه‌لري.

د دویچه‌وله د راپور له مخې؛ آلمان تر دې دمه شاوخوا ۲۵۰ افغان وګړي افغانستان ته بېرته لېږدولي، چې ډېری یې جرمي مخینه لري.

دا بهیر په داسې وخت کې روان ساتل شوی، چې یو شمېر اروپايي هېوادونو هم د رد شویو پناه‌غوښتونکو او د جرمونو پر تور د محکوم شویو بهرنیو وګړیو د بېرته ستنولو هڅې زیاتې کړې دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!