تازه خبرونه
د افغانستان نوی اساسي قانون باید له ملي خبرو وروسته تصویب شي – د روم د غونډې ګډونوال
د اته لویدیځو هېوادونو او اروپايي ټولنې استازیو د ایتالیا په پلازمېنه روم کې د یوې ناستې پر مهال ویلي، چې د افغانستان نوی اساسي قانون باید له رڼو، هر اړخیزو او معنالرونکې ملي مشورتي خبرو وروسته تصویب شي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت لهخوا په خپره شوې ګډه اعلامیه کې ویل شوي، چې د شنبې پر ورځ ( د اکتوبر پر ۱۸ ) د افغانستان لپاره د کانادا، اروپايي ټولنې، فرانسې، جرمني، ایتالیا، جاپان، ناروې، بریتانیا او امریکا د استازیو غونډه ترسره شوه.
دوی یادونه وکړه، چې د افغانستان اسلامي امارت د هېواد د راتلونکي نظم په اړه له خپلو افغانانو سره د ټولګډونه سیاسي پروسې د پیلولو لپاره کوم جدي ګام نهدی پورته کړی.
د غونډې ګډونوالو ټینګار وکړ، چې مشروعیت له ټولو لومړی د افغانستان له خلکو څخه تر لاسه کیږي. دوی ویلي، چې د هېواد نوی اساسي قانون باید له رڼو، هر اړخیزو او بامعنی ملي مشورتي خبرو وروسته تصویب شي او له اسلامي امارت او نورو افغانانو یې وغوښتل، چې په دې برخه کې له ملګرو ملتونو او د اسلامي همکاریو له ټولنې مشوره وغواړي.
دوی همدا راز په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې او ټینګار یې کړی، چې د اسلامي امارت تګلارې په افغانستان کې له ټولنیز، اقتصادي، سیاسي او فرهنګي ژوندانه څخه د ښځو او نجونو ایستل، د تعلیم او کارموندنې محدودیتونه، د افغانانو له حقونو او نړیوالو مکلفیتونو سرغړونه ده، چې اقتصاد په ژوره توګه کمزوری کوي او په هېواد کې د اوږدمهاله پرمختګ او ثبات پر امکاناتو اغېزه کوي.
د غونډې ګډونوالو له اسلامي امارت څخه وغوښتل، چې ژر تر ژره د پوهنې په برخه کې خپل لګول شوي محدودیتونه لغو کړي او ټینګار یې وکړ، چې ښوونه او روزنه یو بشري حق دی او باکیفیته زدهکړو ته مساوي لاسرسی د هغو نصابونو پر بنسټ، چې له نړیوالو معیارونو سره سم دي؛ تر پوښښ لاندې ونیسي او پوهنه باید ټولو ته د لاسرسي وړ وي.
دوی د داعش له ګواښونو سره د مقابلې لپاره د اسلامي امارت اقدامات هم تائید کړل؛ خو اندېښنه یې څرګنده کړه، چې ځینې ترهګرې ډلې اوس هم په افغانستان کې خوندي او میشت دي او د دې توان لري، چې له پولې هاخوا ترهګریز بریدونه پلان او ترسره کړي.
د غونډې ګډونوالو د افغانستان د ګاونډ هېوادونو په ګډون له ټولو هېوادونو وغوښتل، چې د کډوالو د ملاتړ په برخه کې پخپلو ژمنو ودرېږي او له دغو هېوادونو یې وغوښتل، چې د بې اسنادو افغانانو د ثبت لپاره د یو بهیر د رامنځته کولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
تازه خبرونه
په کندهار کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم پرانیستل شو
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.
د کندهار په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم د رسمې مراسمو پر مهال ً پرانیستل شو.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.
په دغو مراسمو کې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رییس انعامالله سمنګاني او د امارتي ادارو یو شمېر رییسانو هم ګډون کړی و.
د کندهار د جهادي آثارو د ساتنې مسوول ویلي، تر اوسه له بېلابېلو ځایونو څخه له سلو ډېر جهادي آثار راټول شوي دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په موزیم کې د انګلیسي، روسي او امریکايي ځواکونو لهخوا د تېر شل کلن اشغال پر مهال پرېښودل شوې او غنیمت شوې وسلې او د بېلابېلو شهیدانو پاتې آثار ساتل کیږي.
هغه زیاته کړې، چې د موزیم د بډاینې لپاره د جهادي ٍثارو د راټولولو لړۍ به روانه وي او اوسمهال لیدونکي کولی شي له دې موزیم څخه لیدنه وکړي.
تازه خبرونه
پر کندهار، پکتیا او خوست د پاکستان په هوايي بریدونو کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شول – اسلامي امارت
مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد ويلي، پاکستاني پوځ تېره شپه(د تلې دوهیمه) یو ځل بیا پر کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو هوايي بریدونه کړي، چې په کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شوي دي.
مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.
د اسلامي امارت ویاند د دغو بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان د پوځ پر وړاندې به «پرېکنده دریځ» ونیول شي او مناسب ځواب به ورکړ شي.
نوموړي زیاته کړې؛ پاکستاني پوځي کړیو د دغو بریدونو د توجیه لپاره ادعا کړې، چې له افغانستان څخه د پاکستان لوري ته بېپیلوټه الوتکې اوښتې دي.
د مجاهد وتایي؛ پاکستان یو ځل بیا د خپلو کورنیو ستونزو د توجیه لپاره پر افغان خاوره هوايي برید کړی او دغه ډول اقدامات د افغان ولس غصه راپاروي.
نوموړي خبرداری ورکړی، چې د پاکستان د پوځ دا ډول اقدامات به ورته ناوړه پایلې ولري.
تازه خبرونه
پاکستان په کندهار او خوست کې هوايي بریدونه کړي
د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نهدی اوښتی.
نن پنجشنبه( د تلې دوهیمه) سهار وختي پاکستاني پوځي الوتکو د کندهار ښار او د خوست ولایت په ځینو سیمو کې هوايي بریدونه کړي دي.
د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نهدی اوښتی.
د سرچینې د څرګندونو له مخې، پاکستاني الوتکو د خوست په مرکز کې هم پر ځینو سیمو بریدونه کړي دي؛ خو د دغو بریدونو د دقیقو هدفونو او د احتمالي زیانونو په اړه لا ډېر جزئیات خپاره شوي نهدي.
د تازه بریدونو احتمالي زیانونو په اړه جزئیات به وروسته خپاره شي.
-
تازه خبرونه5 days agoد روسیې ۲۲ سېلانیانو د بدخشان واخان ته سفر وکړ
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoایران او امریکا له میاشتو وروسته پر لوړه کچه لومړنۍ خبرې وکړې
-
نړۍ5 days agoد امریکا لویو ټلویزیوني شبکو د ټرمپ د پروګرامونو تلویزیوني پوښښ ودراوه
-
تازه خبرونه5 days agoد پاکستان هوایي بریدونه به بېځوابه پاتې نهشي – د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت
-
لوبی5 days agoافغان لوبڅار د سوکوهنې په نړیواله ننداره کې د ګډون لپاره چین ته تللی
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoد امریکا د نویو بندیزونو له کبله ایراني هوايي شرکتونو ځینې الوتنې لغوه کړې
-
تازه خبرونه3 days agoپه واخان دهلیز کې« د ورېښمو لارې» د سړک جوړولو چارې بشپړې شوې
-
نړۍ4 days agoیا له ایران سره هوکړه کوو یا به اسلامي جمهوریت« له منځه وړو» – ټرمپ

