تازه خبرونه
د افغانستان نړیوالې الوتنې به ډېر ژر پیل شي
د افغانستان د ملکي هوایي چلند ادارې ویلي، چې د روغتیايي تدابیر له په پام کې نیولو سره به نړیوالې الوتنې ډېر ژر پیل شي.
د افغانستان ملکي هوایی چلند خپلوا کې ادارې مسوولینو ویلي؛ تر راتلونکیو دوه ورځو به د کابل له نړیوال هوایي ډګره نړیوالې الوتنې پيل شې.
د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې د خپرونو آمر نعیم صالحي ویلي؛ مونږ به په نږدې دوه یا درې راتلوونکیو ورځو کې بهرنۍ الوتنې پيل کړو. د کورنیو الوتنو لپاره هم تدابیرنیول شوي؛ تولې الوتنې به د روغتیا نړیوالې ټولنې د لارښوونو پر بنسټ تر سره کیږي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د تېرو بندیزونو له کبله آریانا افغان هوایي شرکت، کام ایر هوایي شرکت او ملکي هوایي چلند ادارې ۴۵ میلیون ډالر زیان کړی دی.
دغې ادارې څرګنده کړې، چې د کرونا رنځ د خپریدو د مخنیوي لپاره به په کابل، هرات، کندهار او مزارشریف نړیوال هوایی ډګرونو کې د ترمینل تالارونه د مسافرینو د فزیکي واټن د خوندي کولو په موخه پر نښه کړ شوي دي.
د اقتصادي چارو کارپوه تاج محمد تلاش ویلي؛ د هېواد د هوایي سکتور د فعالیتونو بیا پيل کولی شي، چې تر ډېره حده مالي فشارونه را کم کړي او د بهرنیو شرکتونو د فعالیت له پيل سره به د هوایي چلند خپلوا کې ادارې عواید ډېر شي.
د یادونې وړ ده، چې د کرونا رنځ له خپریدو سره، د افغانستان په ګډون ډېري هېوادونو خپلې الوتنې ځنډولې؛ خو په دې وروستیو کې، د یاد رنځ د خپریدو له پڅیدو سره، ځینو هېوادونو ورو ورو خپلې الوتنې بیا پیل کړې دي.