تازه خبرونه

د افغانستان نیمايي خلک په فقر کې ژوند کوي – نړیوال بانک

Published

on

(Last Updated On: لړم ۱۰, ۱۴۰۲)

نړیوال بانک د افغانستان په اړه په خپل نوي راپور کې ویلي، چې له هرو دوه افغانانو یو یې په بېوزلۍ کې ژوند کوي. په داسې حال کې، چې شاوخوا ۱۵ میلیون وګړي د خوراکي توکو له نهخوندیتوب سره مخ دي.

په دغه راپور کې، چې د سې شنبې پر ورځ خپور شوی راغلي، چې د اقتصادي کمزورتیا او د تقاضا د کمښت له کبله په بازارونو کې د توکو بیې راټیټې شوې دي.

د نړیوال بانک د څرګندونو له مخې؛ د انفلاسیون محرکات د کورنیو د سپما کمیدل، د خلکو له‌خوا د پیسو په کارولو کې کموالی او د کوکنارو پر کښت د بندیز له کبله د بزګرانو عایداتو ته زیان رسولی.

په دې راپور کې د افغانستان د سوداګرۍ په اړه هم راغلي، چې د جنورۍ او سپتمبر تر منځ د صادراتو ارزښت یو اعشاریه ۳ میلیارد دالرو ته رسیږي، چې د ۲۰۲۲ ز. کال د ورته مودې پر پرتله صفر اعشاریه پېنځه سلنه کمښت ښیي. واردات ۵ اعشاریه ۷ میلیارد دالرو ته رسېږي، چې د تېر کال د همدې مودې پر پرتله ۲۷ سلنه زیاتوالی ښيي.

د افغانستان د اسعارو د ارزښت په اړه په دغه راپور کې راغلي، چې د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د اکتوبر تر ۲۳ پورې د افغانیو ارزښت د امریکايي دالرو په مقابل کې ۲۰ اعشاری ۲ سلنه لوړ شوی دی.

په راپور کې دا هم راغلي؛ د ۲۰۲۳ کال په لومړیو اووه میاشتو کې به د عوایدو راټولول ۱۰۵ میلیارد افغانیو ته ورسېږي، چې د تېر کال د همدې مودې پر پرتله پېنځه سلنه کم او یو اعشاریه ۲ سلنه ډېر دي. ګمرکي تعرفې د عوایدو ۵۸ سلنه جوړوي.

Trending

Exit mobile version