تازه خبرونه
د افغانستان نیمایي نفوس د خواړو خوندیتوب ته اړ دي ـ آی سي آر سي
د آی سي آر سي یا د سره صلیب نړیوالې کمیټې د څرګندونو له مخې؛ اقتصادي ننګونو او اوسني ژمی د افغانستان د نیمایي وګړیو ژوند نور هم ګواښلی او د خواړو د نه خوندیتوب له ګواښ سره مخ دي.
د سره صليب نړيوالې کمیتې يوه پلاوي، چې افغانستان يې تر پوښښ لاندې راوستی؛ د دوشنبې پر ورځ خبرداری ورکړ، چې د افغانستان نيمايي وګړي یعنې ۲۰ میلیون خلک د خوراکي توکو د نشتوالي له ګواښ سره مخ دي.
د آی سي آر سي د څرګندونو له مخې، اقتصادي ننګونو او اوسني ژمي د میلیونونو خلکو ژوند نور هم ګواښلی دی.
دغه بنسټ تویت کړی، چې د وضعیت د خرابیدو د مخنیوي لپاره نړیوال ملاتړ ته بیړنۍ اړتیا ده.
د سره صلیب نړیوالې کمیتې د عملیاتو مشر مارتین شوپ هم ویلي، چې په افغانستان کې د لومړنیو توکو د بیو لوړېدل د ډېرو خلکو ژوند ستونزمن کوي او ژوند یې پای ته رسوي.
شوپ تویت کړی: یوه منځنۍ کورنۍ یوازې ۸۲٪ لومړني خوراکي توکي په واک کې لري، د نورو اړینو اړتیاوو لپاره پیسې نلري.
هغه زیاته کړې، چې زیان منوونکي خورا بشپړ ملاتړ ته اړتیا لري.
په همدې حال کې د خواړو نړیوال پروګرام (WFP) ویلي، چې په راتلونکي ژمي کې د لوږې د مخنیوي لپاره د افغانستان په یو شمېر لرې پرتو سیمو کې ۳۴ خوندي ځایونه جوړ شوي دي.
د ګرځنده ذخیره کولو دا واحدونه به د یو اعشاریه ۵ میلیون خلکو لپاره خواړه برابر کړي؛ مخکې له دې، چې د واورو او یخ له کبله لارې بندې شي.
د نومبر ۲۰ د ماشومانو د نړیوالې ورځې سره سمون خوري؛ له ۱۹۵۴ کال راپدیخوا نړۍ د ماشومانو د وضعیت د ښه کولو لپاره د دې ورځ نمانځنه رامنځته کړه.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) په یوه نوي راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې دیارلس اعشاریه یو میلیون ماشومان بشري مرستو ته اړتیا لري.
د افغانستان حکومت پر نړیوالو مرستندویه موسسو غږ کړی، چې له افغانستان سره بشري مرستو ته دوام ورکړي. په داسې حال کې، چې د اقتصادي بحران د کمېدو هڅې هم روانې دي.
صندوق کودکان سازمان ملل متحد (یونیسف) در گزارش جدیدی گفته است که 13.1 میلیون کودک در افغانستان به کمک های بشردوستانه نیاز دارند.