لوبی

د افغانستان هندبال فډراسیون رییس د دې څانګې په نړیوال کانګرس کې ګډون وکړ

دغه ناسته د هندبال نړیوال فډراسیون د ۱۰۷ غړو هېوادونو د استازو په ګډون په قاهره کې جوړه شوې وه.

Published

on

د افغانستان د هندبال فدراسیون رییس هدایت‌الله کامه‌وال د دې سپورټي څانګې په نړیوال کانګرس کې، چې په مصر کې ترسره شو؛ ګډون وکړ.

دغه ناسته د هندبال نړیوال فډراسیون د ۱۰۷ غړو هېوادونو د استازو په ګډون په قاهره کې جوړه شوې وه.

دا نړیوال کانګرس د ډسمبر له نولسمې تر دوه‌ویشتمې پورې روان و، چې په کې د هندبال د نړیوال او آسیايي فډراسیونونو ټاکنې هم ترسره شوې.

د ټاکنو په پایله کې مصري حسن مصطفی د تر ټولو ډېرو رایو پر ترلاسه کولو د څلورو کلونو لپاره د هندبال نړیوال فډراسیون د رییس په توګه وټاکل شو.

دغه راز د آسیايي برخې په ټاکنو کې بدرمحمد ذیاب صالح‌الذیاب د هندبال د آسیايي فډراسیون د رییس په توګه وټاکل شو.

د افغانستان د هندبال فډراسیون مسوولانو ویلي، چې د دې نړیوال کانګرس په څنډه کې یې د هندبال له لوړو پوړو چارواکو سره په ځانګړې توګه د اسیايي هندبال د نوي رییس سره، لیدنې کړې دي. د دوی په وینا، د آسیايي هندبال رییس په دې لیدنه کې د افغانستان د هندبال پر پراختیا، ملاتړ او پرمختګ ټینګار کړی دی.

په دې نړیواله ناسته کې د افغانستان ګډون د سپورټي اړیکو د پیاوړتیا، د نړیوالو ملاتړونو د جلبولو او د هېواد د هندبال د ودې لپاره یو مهم ګام بلل کېږي، چې په وروستیو کلونو کې له بېلابېلو ستونزو او محدودیتونو سره مخ و.

Trending

Exit mobile version