سوداگري
د افغانستان ټرانزیټي سوداګري د پاکستان له لارې ټیټې تاریخي کچې ته رسېدلې
د راپور له مخې: د افغانستان د ټرانزیټي توکو ارزښت، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدا مخکې شاوخوا ۵ میلیارډ ډالر و؛ په وروستي مالي کال کې ۳۶۷ میلیون ډالرو ته راټیټ شوی دی.
د پاکستان«ډان» ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د پاکستان له لارې د افغانستان ټرانزیټي سوداګري په وروستیو کلونو کې خپلې تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې ده.
د راپور له مخې: د افغانستان د ټرانزیټي توکو ارزښت، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدا مخکې شاوخوا ۵ میلیارډ ډالر و؛ په وروستي مالي کال کې ۳۶۷ میلیون ډالرو ته راټیټ شوی دی.
ډان لیکلي، که څه هم پاکستان د ۲۰۲۵ز.کال په اوکټوبر میاشت کې د امنیتي اندېښنو له کبله د ډیورند کرښې ځینې لارې وتړلې او دې چارې د ټرانزیټ د کمېدو بهیر چټک کړ؛ خو د سوداګرۍ د راکمېدا لړۍ له دې وړاندې پیل شوې وه.
د راپور له مخې؛ افغانستان هڅه کړې، چې د پاکستان پر بندرونو خپله تکیه کمه کړي او د ایران له لارې د سوداګرۍ پر پراخولو او د منځنۍ آسیا له هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا بدیلې لارې ومومي.
راپور زیاتوي، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدا وروسته په لومړیو کې د پاکستان له لارې ټرانزیټ زیات شو او په ۲۰۲۳ مالي کال کې له ۱۰۲ زره کانټینرونو واوښت؛ خو وروسته یې پرلهپسې د کمېدا لوری خپل کړ.
ډان همداراز ویلي؛ معکوس ټرانزیټ، چې د پاکستان له لارې یې درېیمو هېوادونو؛ پر ځانګړي توګه هند ته د افغانستان د صادراتو زمینه برابروله، نږدې درېدلی دی. د دغه ټرانزیټ ارزښت په ۲۰۲۵ مالي کال کې له ۴۵۴ میلیون ډالرو څخه په ۲۰۲۶ مالي کال کې یوازې ۷ میلیون ډالرو ته راټیټ شوی دی.
ورځپاڼې د نړیوال بانک د څرګندونو له مخې لیکلي، چې ایران اوس د افغانستان د وارداتو تر ټولو ستره سرچینه ده او د دغه هېواد مستقیمې او ټرانزیټي لارې د افغانستان د ټولو وارداتو نږدې نیمايي برخه جوړوي؛ خو نړیوال بانک خبرداری ورکړی، چې بدیلو لارو ته د سوداګرۍ اوښتل د وارداتو لګښتونه لوړ کړي، د صادراتو عواید یې راکم کړي او د بیو د لوړېدا فشارونه یې زیات کړي دي.
د راپور له مخې، د ډیورند کرښې په اوږدو کې د سوداګرۍ کمېدا د لېږد رالېږد، ګمرکونو، زېرمتونونو او نورو اړوند سکټورونو زرګونه کاري فرصتونه هم اغېزمن کړي دي.