تازه خبرونه
د افغانستان پاسپورت یو ځل بیا د نړۍ تر ټولو کمزوری وپېژندل شو
د افغانستان پاسپورت د ۲۰۲۳ ز. کال د هینلي انستیتیوت د پاسپورت شاخص د وروستۍ نړیوالې درجه بندۍ له مخې د نړۍ په ۱۹۹ هېوادونو کې ترټولو کمزوری پېژندل شوی دی.
جاپان، چې له پېنځه کلونو راپدیخوا د هینلي پاسپورت په درجه بندۍ کې لومړی ځای درلود؛ درېیم ځای ته راکښته شوی او لومړی ځای اوس سینګاپور لري.
د سي ان ان خبري چینل د څرګندونو له مخې؛ د سینګاپور وګړي کولی شي د ویزې له ترلاسه کولو پرته ۱۹۳ هېوادونو ته سفر وکړي.
جرمني، ایتالیا او هسپانیه په دوهیم ځای کې دي او د دغو هېوادونو اتباع کولی شي د نړۍ ۱۹۰ هېوادونو ته له ویزې پرته سفر وکړي.
د هینلي انستیتیوت دا هم څرګنده کړي، چې په تېرو ۱۸ کلونو کې پر منځنۍ کچه هغو هېوادونو ته، چې له ویزې پرته سفر کېدلی شي؛ له ۵۸ څخه ۱۰۹ هېوادونو ته لوړ شوي دي.
افغان وګړي کولی شي له ویزې پرته یوازې ۲۷ هېوادونو ته سفر وکړي.
د چارو یو شمېر پوهانو ويلي؛ د نړۍ لخوا اسلامي امارت په رسمیت نهپېژندلو د افغانستان پاسپورت اعتبار کم کړی دی.
ویل کیږي، چې دا شاخص د نړیوال هوایي ترانسپورت اتحادیې د ځانګړیومعلوماتو پربنست چمتو شوی، چې د سفرونو ترټولو ډېر او خورا دقیق معلومات لري.
