تازه خبرونه

د افغانستان پر بانکي برخې لګېدلي محدودیتونه دې لرې شي – د افغانستان بانک

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۲)

د افغانستان بانک مسوولینو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي همغږي کوونکي سره په کتنه کې د هېواد د بانکي زېرمو د خلاصون غوښتنه وکړه او څرګندوي، چې د افغانانو د ستونزو له کبله باید د هېواد پر بانکي سکتور لګول شوي محدودیتونه لرې شي.

د افغانستان بانک د رسنیو دفتر د یوې خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د افغانستان بانک رییس هدایت الله بدري د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ټولنې له ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلیي اوغلو سره پر یو شمېر مالي او بانکي مسایلو خبرې وکړې.

په دې کتنه کې د افغانستان بانک ریيس يادونه وکړه، چې دغه بانک د نړيوالو قوانينو او مقرراتو په رڼا کې د نړۍ له ټولو مالي او بانکي بنسټونو سره د ښو اړيکو په لټه کې دى.

هدایت الله بدري د ملګرو ملتونو له ځانګړي همغږي کوونکي څخه وغوښتل؛ د افغانستان د پرمختګونو رښتینی راپور دې نړیوالو ته وړاندې کړي، چې نړیواله ټولنه د افغانستان د پرمختګونو په اړه رښتیني معلومات ترلاسه کړي.

په دې ناسته کې د افغانستان بانک د عمومي رییس د دفتر آمر صدیق الله خالد زاخېلزي پر بانکي سکتور لګېدليو محدودیتونو ته په نغوته کې د بانکي سکتور د پرمختګونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي ته هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او څرګندوي، چې د افغانستان د خلکو ستونزو ته پر پاملرنه باید لګېدلي محدودیتونه لرې شي.

صدیق الله خالد زاخېلزي د هېواد بانکي زیرمه د افغانانو حق وباله او وایي، چې د دغو زیرمو بندیدل د افغانانو پر زیان دي او هیله یې څرګنده کړې، چې نړیواله ټولنه به د افغانانو پر ګټه په دې برخه کې اغېزمن ګامونه پورته کړي.

د یادونې ده، چې په دې خبرپاڼه کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي د څرګندونو یادونه نه‌ده شوې.

Trending

Exit mobile version