تازه خبرونه

د افغانستان په اداري جوړښت کې ۲۷ نوې ولسوالۍ رامنځته کیږي

Published

on

(Last Updated On: کب ۳, ۱۴۰۱)

د اسلامي امارت کورنیو چارو وزارت څرګنده کړې، چې په ټول هېواد کې به ۲۷ نوې ولسوالۍ رامنځته کړي.

ریاست الوزرا د يوولس ولايتونو واليانو ته امر کړى، چې د فرمان له مخې عمل وکړي او اړوند وزارتونه دې د نويو ولسواليو د جوړښتونو لپاره ریاستونه په پام کې ونیسي.

دغه ولسوالۍ په هلمند، فراه، بغلان، فاریاب، سرپل، غور، بادغیس، پکتیکا، زابل، نورستان او کندهار ولایتونو کې دي.

ویل کیږي، چې کورنیو چارو وزارت ته د دغو ولسوالیو د حدودو او نويو مرکزونه د ځانګړي کولو دنده سپارل شوې ده.

Trending

Exit mobile version