تازه خبرونه
د افغانستان په اووه ولایتونو کې ۶۴۵ کورنۍ سیلابونو ځپلي دي- اوچا
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) څرګنده کړې؛ د افغانستان په اووه ولایتونو کې سختو بارانونو او سېلابونو شاوخوا ۶۴۵ کورنۍ زیانمنې کړې دي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا ) ویلي؛ مرستندویه ادارې د اغیزمنو سیمو ارزونه کوي او له اړتیاوو سره سم مرستې چمتو کوي، خو محدوده بودجه د مرستو رسولو د کچې وړتیاوې محدودوي.
د مهاجرت نړیوالې ټولنې په بلخ ولایت کې د وروستیو سیلابونو له کبله له ۵۰۰ څخه زیاتو زیانمنو شویو کورنیو سره نغدي مرسته کړې ده.
د بلخ ولایت د شولګرې ولسوالۍ یو شمېر زیانمن شوي کسان د مرستو له کموالي اندېښمن دي او وايي، چې ډېرو مرستو ته اړتیا لري.
د بلخ ولايت د شولګرې ولسوالۍ استوګن سلطان علي وايي: که زارع ولسوالۍ پوره مرسته ونه رسیږي؛ نو په راتلونکي کې به د خلکو لپاره ناوړه پايلې رامنځته شي.
د دې ولسوالۍ يو بل اوسیدونکي قادر خان ويلي: سېلاب مو څاه ګانې له خټو ډکې کړې؛ مونږ پاکې اوبه نهلرو.
له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت ټینګار کوي، چې دوی په بېلابېلو ولایتونو کې له سېلاب ځپلیو سره یو څه مرستې کړې؛ خو ډېرو نورو مرستو ته اړتیا لیدل کیږي.
د دغه وزارت د څرګندونو له مخې؛ د ١٤٠٢ لمریز لېږدیز کال له پيل راپدیخوا د هېواد په ٢٣ ولايتونو کې د سېلابونو او زلزلو له کبله ١٠ کسان مړه شوي، ٧٦ نور ټپيان دي، ١٧٧٩ د استوګنې کورونه ويجاړ شوي او ٢٢ زره جريبه کرنيزه ځمکه سېلابونو وړې ده.