تازه خبرونه

د افغانستان په اړه د امریکا پالیسي به بدله شي ـ کارپوه

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۲۰, ۱۳۹۹)

ټاکل شوې، چې په ولسمشریزو ټاکنو کې ګټونکی ولسمشر جوبایډن به په راتلونکیو ۵۰ ورځو کې د باور  لوړه وکړي؛ خو د چارو یو کارپوه ویلي؛ دا به ځان غولونه وي، چې طالبان د ژمنو پلي کوونکي وبولو.  

د هغه د څرګندونو له مخې؛ طالبان به نه له القاعدې سره اړیکې پرې کړي او نه به له افغان حکومت سره همکاري وکړي.

د پوهنتون استاد او د میډلیري انسټیټیوټ څیړونکي جیسون بلازاکیس په یوه مقاله کې ویلي، چې د امریکا نوې اداره به پر ترهګرۍ ضد هڅو له سره غور وکړي.

نوموړي ویلي، چې په عراق او افغانستان کې به د امریکا سیاست بدل شي.

 هغه ویلي؛ داعش د منځني ختیځ ثبات ته ګواښ دی. القاعده او همدارنګه د داعش خراسان څانګه اوس هم د افغانستان په ګډون په سویل لویدیزې آسیا کې فعاله ده.

جیسون بلازاکیس زیاته کړې، چې د بایډن امنیتي ډله به په افغانستان او عراق کې خپل سرتېري ډېر نکړي؛ خو دا، چې که په دې هېواد کې وضعیت کړکېچن شي، نو تازه دمي سرتېري به بیا هم په کې ځای پر ځای شي.

دی څرګندوي؛ دوه اړخیزې او څو اړخیزې هڅې به ګړندۍ شي، چې زموږ د همکارانو (افغان حکومت) وړتیاوې دېرې شي، چې له افراطیت سره د مبارزې پروګرام روان وساتل شي.

نوموړي ویلي؛ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ غوښتل له عراق، سوریې او افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي، خو همهاله داعش خپلو بریدونه ته زور ورکړ.

هغه زیاته کړې؛ د امریکایي ځواکونو د ایستلو په اړه د ډونالډ ټرمپ تړون له طالبانو سره تېر کال د فبرورۍ په وروستیو کې لاسلیک شوی او د القاعدې لپاره یې یو فرصت برابر کړی، چې خپل مرکزونه جوړ کړي او دوه لسیزې وروسته له طالبانو سره یو ځای شي.

هغه دا هم ویلي؛ د بشري حقونو هڅې به د ترهګرۍ پر وړاندې د بایډن مبارزه مدیریت کړي او د بې پیلوټه الوتکو په واسطه د ملکي وګړیو په نښه کولو د تېروتنو مخه به ونیول شي.

 

نوموړې زیاته کړې؛ د اوباما ادارې هم دغه تېروتنې په لومړیو کې کړې وې او په دوه یمه دوره کې یې د ملکي تلفاتو راپورونه ورکړ شوي دي.

هغه ګوتڅنډنه کړې که دا اصول په پام کې ونه نیول شي؛ تېروتنې به تکرار شي او د بشري حقونو سرغړونه به روانه وي.

Trending

Exit mobile version