تازه خبرونه

د افغانستان په اړه د تړلو دروازو تر شا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه جوړیږي

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۱۹, ۱۴۰۲)

د بشري حقونو د څار یو لوړ پوړي چارواکی ويلي، ټاکل شوې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه سبا (دوشنبه د لیندۍ ۲۱ /  د ډسمبر یوولسمه نېټه ) د سویس، جاپان او عربي متحده اماراتو د استازو پر کوربهتوب جوړه شي.

دا غونډه د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د راپورتر د خپلواکې ارزونې د راپور د سپارښتنو د پلي کېدو په اړه جوړیږي. له دې مخکې د ملګرو ملتونو امنیت شورا اعلان کړی و، چې د روانې میاشتې په پای کې به د افغانستان د وضعیت په اړه ځانګړې غونډه ترسره کړي.

د بشري حقونو د څار ادارې د ښځو د برخې مرستیاله هیدر بار ويلي، په دې غونډه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د خپلواکې ارزونې د راپور د سپارښتنو د پلي کېدو په اړه بحث کیږي.

د هغې د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان په اړه د نړيوالې ټولنې د راتلونکو ګامونو په اړه د روڼتيا نشتوالى د اندېښنې وړ دى.

د بشري حقونو د څار ادارې  د ښځو د څانګې مرستیاله هیدر باروایي: مونږ د دې په اړه، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا به د افغانستان په اړه د خپلواکې ارزونې د راپور له ترلاسه کولو وروسته په څه ډول پرمخ ولاړه شي؛ د وضاحت د نشتوالي په اړه اندېښمن یوو.

د بشري حقونو د څار دا لوړپوړې چارواکې د تړلو دروازو تر شا د غونډو جوړول د منلو وړ نه‌بولي او وايي، ښځې، نجونې او نور افغان وګړي، چې د بشري حقونو له سرغړونو سره مخ دي؛ حق لري پوه شي، چې د امنیت شورا په غونډه کې پر څه بحث او خبرې کېږي؟

لومړی د تړلو دروازو تر شا یوه خصوصي ناسته ترسره شوه، چې د ارزونې د خپلواک بهیر ځانګړو همغږي کوونکو غړو هېوادونو ته معلومات ورکړ شول. ورپسې د راپور په اړه د بحث لپاره بله د تړلو دروازو تر شا غونډه جوړه شوه او دا ځل به د سویس، جاپان او عربي متحده اماراتو د پلاوي پر کوربه‌توب د افغانستان په اړه د خپلواکې ارزونې د راپور د سپارښتنو د پلي کولو په اړه خبرې اترې وشي.

له دې مخکې د ملګرو ملتونو امنیت شورا څرګنده کړی وه، چې د روانې میاشتې په پای کې به د افغانستان د وضعیت په اړه ځانګړې غونډه وکړي. په دې غونډه کې به د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا، په افغانستان کې د بندیزونو د کمیټې رییس او د مدني ټولنې یو استازی ګډون او خبرې وکړي.

که څه هم اسلامي امارت د دې ناستې په اړه څه نه‌دي ویلي؛ خو تل یې ټینګار کړی، چې د اسلامي امارت د استازو له ګډون پرته به دا ډول غونډې مثبتې پایلې ونه‌لري.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلی اوغلو شاوخوا یوه میاشت مخکې د خپلو ارزونو راپور د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندې کړی او د افغانستان له چارسمبالي حکومت څخه یې غوښتي، چې د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو حقونو ته پام وکړي.

Trending

Exit mobile version