تازه خبرونه
د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو غونډه د یوې ګډې نړیوالې تګلارې د پراختیا په اړه وه – ګوترش
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش ویلي، چې په دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو غونډه د یوې ګډې نړیوالې تګلارې د پراختیا په اړه وه او د طالبانو( اسلامي امارت) چارواکو ته پر رسمیت پېژندنه راڅرخېدلې نده.
ګوترش زیاته کړې: او هغه څه، چې ډېر اړین دي دا دي، چې مونږ ټول د یو بل پر اندېښنو او محدودیتونو پوهیږو؛ ځکه مو هوکړه وکړه، چې ګډ کار د ټولو افغانانو په ګټه دی.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د سې شنبې په ورځ د دوحې له غونډې وروسته ټینګار وکړ، چې دغه غونډه د اسلامي امارت پر رسمیت نه پېژندلو، د ګډې نړیوالې تګلارې د رامنځته کولو په اړه وه.
ګوترش له دوه ورځنۍ غوندې وروسته په یوه خبري کنفرانس کې دا هم ویلي، چې د دې غونډې ګډونوالو د ترهګرو ډلو د شتون، د مخدره توکو مسله، د یوه جامع جوړښت د نشتوالي، د بشري حقونو د وضعیت او د ښځو او نجونو پر وړاندې د اسلامي امارت د وروستیو پرېکړو په ګډون اندېښنه څرګنده کړه.
ګوترش وایي: هغه څه، چې مهم دي دا دي، چې مونږ ټول د یو بل پر اندېښنو او محدودیتونو پوه شوو؛ خو مونږ هوکړه وکړه، چې ګډ کار د ټولو افغانانو په ګټه دی. ګډون کوونکیو د ستراتیژیکې ښکېلتیا پر اړتیا هوکړه وکړه، چې د افغانستان ثبات ته اجازه ورکړي او مهمې اندېښنې حل کړي.
له دې مخکې په قطر کې دیپلوماتیکو سرچینو رسنیو ته ویلي وه، چې په دوحه کې د ملګرو ملتونو غونډه په حقیقت کې د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو د بهیر پیل دی.
د دغو سرچینو د څرګندونو له مخې؛ روسیه او چین هڅه کوي، چې د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو ته لار پرانیزي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې آمنه محمد هم ویلي وه، چې د دوحې په غونډه کې به د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو د بهیر د پیل لپاره کوچني ګامونه واخیستل شي.
له بلې خوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې، چې د اسلامآباد پر استازیتوب یې په دې غونډه کې ګډون کړی و، ویلي، چې میلیونونه افغانان باید د لویو قدرتونو د سیاستونو قرباني نهشي.
حنا رباني کهر وایي: میلیونونه افغانان باید د سیاستونو د لوبو قرباني نهشي. دا خورا اړینه ده. نړيواله ټولنه بايد د ښځو له پياوړتيا سره خپل برخليک وټاکي؛ ځکه کار او تعلیم د دوی بنسټیز حق دی. په ټوله کې د نړیوالې ټولنې دریځ خورا ورته دی. هیڅوک نه وایي، چې دوی په افغانستان کې دایمي سوله او ثبات نه غواړي. په هرصورت، په تېرو کلونو کې میتودونه توپیر درلود او اوس باید رښتینې ارزونه وشي.
امریکا او یو شمېر لویدیځو هېوادونو ویلي، چې له اسلامي امارت سره هر ډول تعامل د هغوی په چلند او په ځانګړي توګه له ښځو او نجونو سره د هغوی د حقوقو له خوندي کولو سره تړاو لري.
د چين، فرانسې، جرمني، هند، اندونيزيا، ايران، جاپان، قزاقستان، قرغزستان، ناروې، پاکستان، قطر، روسيې، سعودي عربستان، تاجکستان، ترکيې، ترکمنستان، ازبکستان، متحده عربي اماراتو، انګلستان، امريکا، اروپايي هېوادونو ځانګړي استازي د ملګرو ملتونو ټولنې او د اسلامي همکاریو سازمان په دوحه کې د ملګرو ملتونو په دوه ورځنۍ غونډه کې ګډون کړی و.
د یادونې ده، چې ګوترش په راتلونکي کې د ورته غونډو پر جوړېدا هم ټینګار څرګند کړی دی.
