تازه خبرونه
د افغانستان په جګړهییزو عملیاتو کې د ناټو لږ شمېر متحدانو فعاله ونډه لرله – پیټ هګسټ
هګست د شنبې پر ورځ په ټینیسي پوهنتون کې د افغانستان پر ماموریت ویلي، چې هغه مهال به په کابل کې د ناټو قرارګاه ته تله؛ هغه ځای ته، چې د شاوخوا ۵۰ هېوادونو بیرغونه په کې نندارې ته اېښودل شوي وه.
د امریکا د جنګ وزیر پټ هګست ویلي، چې د افغانستان په ماموریت کې د ناټو لسګونو هېوادونو له ګډون سره–سره د دې تړون یوازې لږ شمېر متحدانو جګړهییزه ونډه لرله.
هګست د شنبې پر ورځ په ټینیسي پوهنتون کې د افغانستان پر ماموریت ویلي، چې هغه مهال به په کابل کې د ناټو قرارګاه ته تله؛ هغه ځای ته، چې د شاوخوا ۵۰ هېوادونو بیرغونه په کې نندارې ته اېښودل شوي وه.
هغه ویلي: « د ۵۰ بېلابېلو هېوادونو د بیرغونو لیدل، چې هلته یې د ناټو په تړون او د آیساف په ماموریت کې ونډه لرله؛ یوه ښکلې منظره وه.» خو هګست د دغو هېوادونو په جګړهییزو عملیاتو کې د ونډې کچه تر پوښتنې لاندې راوسته او ادعا یې وکړه، چې یوازې لږ شمېر هېوادونو په جګړو کې برخه اخیسته.
هغه وایي: « ښايي یوازې پېنځه هېوادونو رښتینې ونډه لرله. په حقیقت کې د هغو هېوادونو شمېر، چې په مستقیمو جګړهییزو عملیاتو کې ښکېل ول؛ ونډه شاوخوا یو یا دوه هېوادونو ته رسېده.»
د ناټو آیساف ماموریت د ۲۰۰۱ز.کال د سپټمبر د یوولسمې له بریدونو وروسته رامنځته شو او د ۲۰۱۴ کال تر پایه یې په افغانستان کې فعالیت وکړ.له هغه وروسته د « پرېکنده ملاتړ» ماموریت د آیساف ځایناستی شو، چې تمرکز یې د افغانستان د امنیتي ځواکونو پر روزنې، سلا مشورو او مرستې و. دغه ماموریت په ۲۰۲۱ز.کال کې پای ته ورسېد.