تازه خبرونه

د افغانستان په ختیځ کې د زلزلې له کبله له ۸۰۰ ډېر کسان مړه شوي او شاوخوا ۳۰۰۰ نور ټپیان دي

هغه نن (دوشنبه د وږي لسمه) په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، چې په دې ولایت کې نور ۲۵۰۰ کسان ټپیان شوي دي.

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد یو ساعت مخکې څرګنده کړه، چې د افغانستان په ختیځ ولایت کونړ کې د زلزلې له کبله د مړو کسانو شمېر ۸۰۰ ته رسېدلی دی.

هغه نن (دوشنبه د وږي لسمه) په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، چې په دې ولایت کې نور ۲۵۰۰ کسان ټپیان شوي دي.

ذبیح الله مجاهد په ننګرهار ولایت کې د مړو شمېر ۱۲ او د ټپیانو شمېر ۲۵۵ اعلان کړ.

مجاهد زیاته کړې، چې د زلزلې له کبله په لغمان ولایت کې ۵۸ او د افغانستان په نورستان ولایت کې څلور کسان ټپیان شوي دي.

د اسلامي امارت ویاند دا شمېرې لومړنۍ ګڼي او وايي، چې مرستندویه ډلې تر اوسه د ځمکې له لارې د کونړ ولایت ځینو سیمو ته ندي رسیدلي؛ نو په دې سیمو کې د تلفاتو شمېر تر اوسه معلوم ندی.

د ذبیخ الله مجاهد د څرګندونو له مخې؛ حکومت ټولو ادارو ته امر کړی، چې اغېزمنو سیمو ته ورسیږي او د جسدونو د ښخولو، د ټپیانو د درملنې او ټپیانو ته د پاملرنې لپاره له ټولو شته امکاناتو کار واخلي.

Trending

Exit mobile version