تازه خبرونه

د افغانستان په درې ولایتونو کې د پاکستان هوايي بریدونو له کبله ۱۳ ملکي وګړي «شهیدان» شول

د مجاهد د څرګندونو له مخې، په دغو بریدونو کې ۱۳ ملکي وګړي وژل شوي، چې ۱۱ ماشومان، یوه ښځه او یو سپین‌ږیری په کې دي.

Published

on

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن( چارشنبه د غبرګولي شلمه) ویلي، چې پاکستانيو پوځيانو تېره شپه د افغانستان هوايي حریم نقض کړی او د کونړ، خوست او پکتیکا ولایتونو پر ملکي کورونو یې هوايي بریدونه کړي دي.

د مجاهد د څرګندونو له مخې، په دغو بریدونو کې ۱۳ ملکي وګړي وژل شوي، چې ۱۱ ماشومان، یوه ښځه او یو سپین‌ږیری په کې دي.

هغه زیاته کړې؛ د بریدونو له کبله ۱۴ نور کسان، چې ښځې او ماشومان دي هم ټپیان شوي دي.

 

مجاهد دغه بریدونه «بشري جنایت» او « تجاوز» بللی او پاکستان یې تورن کړی، چې ملکي سیمې یې پر نښه کړې دي.

Trending

Exit mobile version