تازه خبرونه

د افغانستان په روانه جګړه کې افراطیت ته لمن وهل کیږي – لاوروف

Published

on

(Last Updated On: کب ۲۸, ۱۳۹۹)

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف د روسیې، امریکا، چین، ایران او پاکستان د منځګړیتوب پر بنسټ په مسکو کې د افغانستان د سولې ناستې ته، چې حکومتي او طالب استازیو هم په کې ګډون کړی؛ د وینا پر مهال ویلي، چې د افغانستان  په روانه جګړه کې افراطیت ته لمن وهل کیږي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګي لاوروف په مسکو کې د پنجشنبې د ورځې دغه اړین کنفرانس په رسمي بڼه پرانست، چې د سولې بهیر د ګړندي کولو لپاره په کې ښکېل لوري د حکومتي او طالب استازیو په ګډون راټول شوي دي.

لاوروف د غونډې د پرانیستې پرمهال څرګنده کړې؛ په افغانستان کې ناامني د داعش په ګډون افراطي ډلو ته د هڅو زمینه برابروي.

نوموړي څرګنده کړې؛ دا به سیمه وګواښي او ترهګري زیاته کړي.

هغه له امریکا او طالبانو وغوښتل، چې د دوحې تړون ژمنو ته، چې د تېر کال په فبرورۍ کې لاسلیک شوی ژمن پاتې شي.

لاوروف دا هم ویلي، چې د دوحې بهیر په افغانستان کې د سولې او پخلاینې لپاره مثبته پایله نده ورکړې؛ خو روسیه د مسکو په ناسته کې د پرمختګ تمه لري او مونږ ګورو، چې وضعیت ورځ تر بلې کړکېچن کیږي.

لاوروف زیاته کړې؛ روسیه په ځانګړي توګه د دې حقیقت په اړه اندښنه لري، چې په دوديزه توګه په افغانستان کې د هر پسرلي او دوبي په اوږدو کې شخړې ګړندۍ کیږي. مونږ ګورو، چې د جګړې دواړه خواوې د ملکي وګړیو ژوند په خطر کې اچوي.

په دې ناسته کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم شته، چې د پنجشنبې پر ورځ یې وویل، چې د دوحې خبرې اوسمهال یوې ډډې ته شوې دي.

د پاکستان، چین، ایران، ترکیې او قطر استازي هم پدې غونډه کې برخه لري.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د افغانستان د جمهوريت پلوي پلاوي د 12 کسيزې ډلې مشري کوي.

په دې ډله کې یوازې یوه میرمن حبیبه سرابي شامله ده.

د پنجشنبې پرماسپښین په یوه ټویټ کې د جمهوريت پلاوي پلاوي یوه استازي نادر نادري وویل، چې هغه تمه لري په میزونو کې د ښځو برابر شمېر باید نورم شي.

پداسې حال کې، چې د افغانستان په پلاوي کې یوه ښځه و ، خو طالبان د ښځینه استازیتوب څخه بې برخې ول.

د مسکو ناسته یوه له هغه دوه ناستو ده، چې د افغانستان د سولې لپاره پلان شوې او په راتلونکې اوونۍ کې به یې بله په ترکیه کې جوړه شي. دا دواړه ناستې د امریکا لخوا پر ښکېلو خواوو د نوي فشار یوه بڼه ده، چې دواړه جنګي اړخونه روان ۲۰ کلنه جګړه ودروي او سیاسي حل ومومي.

Trending

Exit mobile version