تازه خبرونه
د افغانستان په سرحدي سیمو کې د هند پراختیایي پروژې ځنډیدلي دي
د اقتصاد وزارت وایي، په هغو ولایتونو کې چې له پاکستان سره په خوا کې دي، له یو نیم کال را په دیخوا د هند له خوا پراختیایي پروژې چې په روغتیایي چارو، ښونې او روزنې او د لوړو زدکړو په برخو کې دي، ځنډیدلي دي.
هند د افغانستان په بیا رغاونه کې ستر مرستندوی هېواد دی؛ خو اوس د اقتصاد وزارت وایي، له یو نیم کال را په دیخوا په خوست، پکتیکا، کونړ او بدخشان ولایتونو کې د دغه هېواد له خوا تطبیق کېدونکې پراختیایي پروژې ځنډیدلي دي
بلخوا د کورنیو چارو وزارت مسولین وایي، د دغو پروژو د امنیت ساتنې وړتیا لري او زیاتوي چې د اقتصاد وزارت لا تر اوسه په دغو سیمو کې د ناامنیو په تړاو دوی ته څه نه دي ویلي.
هند په افغانستان کې له دوو سوو زیاتې اقتصادي او پرمختیايي پروژې لري، چې سترې پروژې یې په هرات کې د سلما د اوبو بند، د ملي شورا له پاره د نوې ودانۍ جوړول او د حاجي ګک د کان کېندنه ده.
هند د افغانستان په بیا رغاونه کې تر اوسه شاوخوا دوه میلیارد ډالر لګولي دي.