تازه خبرونه

د افغانستان په سویل کې د طالبانو مهم قومندانان وژل شوي – دفاع وزارت

Published

on

(Last Updated On: لړم ۱۷, ۱۳۹۹)

د افغانستان ملي دفاع وزارت نن (شنبه د لړم ۱۷) ویلي، چې په هلمند ولایت کې د طالبانو پر یوې ناستې د افغان ځواکونو په هوایي برید کې د طالبانو د استخباراتو د مشرپه ګډون د دوی ۱۰ غړي وژل شوي دي.

دې وزارت زیاته کړې، چې د هلمند ولایت لپاره د طالبانو نومول شوی والي هم په دې برید کې ټپي شوی دی.

طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.

دغه راز ملي دفاع وزارت زیاته کړې، چې افغان ځواکونو د کندهار ولایت ارغنداب ولسوالي د وسلوالو طالبانو له شتون پاکه کړې ده.

د کورنیو چارو وزارت ويلي، چې د تېرې یوې اوونۍ په چاڼیزو عملیاتو کې له ۲۰۰ ډېر طالب جنګیالي وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

افغان ځواکونو ويلي؛ ولسوالي اوس په بشپړ ډول د افغان ځواکونو په واک کې ده او هغه سیمې، چې د وسلوالو لخوا ونیول شوي وې اوس ترې پاکې شوې دي.

د ملي دفاع وزارت چارواکو ویلي؛ په دې عملیاتو کې، چې د فعال دفاعي حالت په چوکاټ کې او د طالبانو بریدونو په غبرګون کې ترسره شوي دي؛ د دوی لس اعرادې وسایط، د طالبانو زیاته اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

دغې ولسوالۍ ته د هغو کورنیو د بېرته راستنېدلو بهیر راپیل شوی، چې د جګړې له وېرې یې خپلې مېنې او د مېوو ډک باغونه پرېيښي وه.

د کندهار والي ویاند احمد بهیر احمدي ویلي؛ په دغه جګړه کې د وسلوالو د مهمو قومندانانو په ګډون له ۴۰۰ ډېر طالبان وژلي دي.

د ملي دفاع وزارت لوی درستیز جنرال محمد یاسین ضیا وايي، د عملیاتو پر مهال افغان ځواکونو وسلوالو ته درنده مرګ ژوبله اړولې، چې شمېر يې تر ۵۰۰ زیات دی.

دده په وینا، چې په وژل شويو وسله والو کې د وسله والو مهم قوماندانان هم شامل دي.

تورنجنرال تادین خان، چي د ارغنداب ولسوالۍ له تصفیې وروسته يې رسنيو ته خبري کولې، دا کار یې د هېواد په ځانګړي ډول د کندهار په داخل کي د یوې خاصي کړۍ یاد کړ، خو په اړه يې نور جزئیات ورنه کړل.

د هېواد د کورنيو چارو وزارت امنيتي مرستيال جنرال عبدالصبور قانع وايي، چې له ارغنداب ولسوالۍ وروسته د پنجوايي او ژېړۍ ولسوالیو د نیول شويو سیمو عملیات روان دي.

هغه وايي، چې وسلوالو طالبانو په کندهار، روزګان او هلمند ولایتونو کې بریدونه د سولې په خبرو کې د امتیاز اخيستو لپاره کړي، خو د هغوئ ټول پلانونه يې شنډ کړي.

د کندهار امنیه قومندان وايي، چې د وسلوالو په لیکو کې په زیات شمېر بهرنيو جنګياليو هم شتون درلود.

دده په وینا، د کندهار امنیتي وضعیت اوس بیرته مخ پر ښه کېدو روان دی او ډېر ژر به پنجوايي او ژېړۍ ولسوالۍ هم د وسله والو له شتون څخه پاکې کړي.

ملي دفاع وزارت په دې عملیاتو کې د افغان ځواکونو د تلفاتو په اړه څه څرګندونې ندي کړي.

طالبانو په اړوند سیمو د امنیتي ځواکونو د پرمختګونو په اړه تر دې دمه څه ندي ویلي.

Trending

Exit mobile version