تازه خبرونه

د افغانستان په شمال کې د قوش تېپې کانال د جوړولو چارې پیل شوې

Published

on

(Last Updated On: وری ۱۱, ۱۴۰۱)

په بلخ ولایت کې د قوش تیپې کانال، چې د هېواد د سترو کانالونو څخه دی د جوړیدو چارې یې نن د وري ۱۰ د اسلامی امارت د لوړپوړیو چارواکو لخوا پیل شوې.

د دې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې د لومړي وزیر لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر، د سوداګرې او صنعت، کرنې او اوبو لګولو، اطلاعاتو او فرهنګ، د قومونو او قبایلو چارو وزارتونو چارسمبالو او همدارنګه د شمالي ولایتونو سیمه ییزو چارواکو ګډون کړی و.

ملا برادر دا پروژه د هېواد د کرنې د  ودې په برخه کې اغېزناکه وګڼله او له خلکو څخه یې وغوښتل، چې د دې پروژې له پلي کیدو سره همکاري او ملاتړ وکړي.

د سوداګرۍ او کرنې وزارتونو سرپرستانو هم ویلي، چې د دې پروژې له بشپړیدو سره به  افغانستان د غنمو د تولید په برخه کې ځانبساینې ته ورسيږي او ان دا، چې نورو هېوادونو ته به یې هم صادر کړي.

د کرنې وزارت چارسمبالي عبدالرحمن راشد ويلي، چې افغانستان تراوسه پورې هم په اقتصادي اشغال کې راګیر دی او ان تردې پورې، چې خپلې شتمنۍ یې په واک کې ندي.

دی وايي، چې د هېواد د اوبو مدیریت، د بیارغونې پروژو او کرنیزو پروژو په عملي کولو سره به د افغانستان اقتصادي اشغال ته د پای ټکی کیدي.

 نوموړی وایي: دښمن مونږ اقتصادي اشغال کړي یوو؛ شتمنۍ او پيسې مو په واک کې نه دي. مونږ باید د کرنې له لارې له اقتصادي اشغاله ځان وژغورو. ډېری اوبه مو درلودې؛ خو مدیریت نشوې. زمونږ له اوبو څخه نورو ګټه پورته کوله. مونږ باید اوبه مدیریت کړو.

د قومونو او قبایلو چارو وزارت چارسمبالي نورالله نوري وایي: اوس په افغانستان کې امنیت ښه شوی دی، وژنې پای ته رسیدلي او باید د افغانستان د پرمختګ لپاره هڅې ترسره شي او د هېواد اقتصادي ودې لپاره کار وکړو.

د سوداګرۍ او صنعت وزارت چارسمبالي نورالدین عزیزي هم ويلي، چې افغانستان  اوس هم هر کال له دوه میلیارډ ډالرو څخه ډېرې پیسې د غنمو،غوړیو او نورو خوراکي توکو پر پېرودلو لګوي، چې په کور د ننه د کرنیزو پروژو له پلي کیدو سره به افغانستان له دې اړخه پر ځانبسیا شي.

نوموړي زیاته کړې؛ اټکل کیږي، چې له ۵۰ زره هکتاره ډېری ځمکه د دې پروژې لاندې نیول کیږي او مونږ کولی شو، چې هرکال دوه میلیارډ ډالر د غنمو او غوړیو په برخه کې لګوو، چې له دې پروژې سره به د لګښتونو کچه هم راټیټه شي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارسمبالی  مولوي خیرالله خیرخواه څرګنده کړې؛ تر هغه وخته، چې د هېواد خپلې ګټې پخپًله خوندي نکړو له افغانستان سره څوک مرسته نکوي؛ نو باید ټول هڅه وکړو، چې افغانستان د نورو هېوادونو اړ پاتې نشي باید ځان بساینې ته ورسیږي.

د قوشتپې کانال، چې ۲۸۵ کیلو مټره اوږدوالی لري د آمو له سیند څخه پيل د حیرتانو له دښتو څخه تېریږي؛ د بلخ تر دولت أباد، د جوزجان، اقچې او فاریاب اندخوی ولسوالیو رسيږي.

د دې کانال لومړۍ برخه، چي ۱۰۸ کیلو مټره ده په یوه کال کې او دوه یمه او درېیمه برخه یې ۱۷۷ کیلو مټره ده، چي په راتلونکیو پېنځه کلونو کې به بشپړه شي. دا کانال ټول ټال پېنځه سوه پنځوس زره هکتاره ځمکه خړوبوي.

Trending

Exit mobile version