تازه خبرونه
د افغانستان په شمال کې یوه پوځي چورلکه راوغورزېده
(Last Updated On: غویی ۳۱, ۱۴۰۲)
ملي دفاع وزارت څرګنده کړې، چې نن سهار ( یکشنبه د غویی ۳۱) په سمنګان ولایت کې د هېواد د هوايي ځواکونو یوه چورلکه راغورزېدلې ده.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې راغلي؛ MD-530 ډوله چورلکه د مزارشریف له هوايي ډګر څخه سمنګان ته روانه وه، چې د خلم ولسوالۍ په سیغانچې په اړوند سیمه کې د برېښنا له پایې سره وجنګېده.
ویل کیږي، چې د الوتکې د راغورزېدو په پېښه کې دوه پیلوتان مړه شوي دي.