سیمه ییز خبرونه
د افغانستان په علومو اكاډمۍ كې د سولې علمي او څېړنيز كنفرانس جوړ شو
په افغانستان كې د اروپايي ټولنې استازي وايي، چې:
په افغانستان كې د سولې د ټينگښت لپاره د ديني عالمانو يوه نړيوال كنفرانس جوړېدو ته اړتيا ده.
د هغه په وينا:
دا د سولې د عالي شورى استاد برهان الدين رباني غوښتنه هم وه.
په كابل كې د ايران سفير وايي، چې:
د استاد رباني پر وژنه د ايران يو زيات شمېر رهبران خواشيني شوي دي.
په اسلامي ويښتيا كې د سولې د شهيد اكاډميسن پروفيسو برهان الدين رباني د رول په باب د افغانستان علومو اكاډمۍ لخوا علمي او څېړنيز كنفرانس جوړ شو.
په دغه كنفرانس كې دولتي چارواكو او د يو شمېر باندنيو هېوادونو استازيو برخه درلوده.
د اطلاعاتو او فرهنگ وزير سيد مخدوم رهين وايي، چې:
استاد برهان الدين رباني يو ملي شخصيت و، چې تل يې د ملي يوالي په اړه فكر كاوه.
په افغانستان كې د ايران سفير فدا حسن مالكي وايي، چې:
استاد رباني د ايران، عراق، پاكستان او مصرله ديني عالمانو سره ښې اړيكې درلودې او نوموړي د اسلامي وېښتيا په برخه كې مثبت رول لوبولى دى.
په افغانستان كې د اروپايي ټولنې استازى يوگاډاس يوشاكا وايي، چې:
استاد رباني ورته ويلي وه، چې:
ډېر ژر به د افغانستان د ستونزې د حل لپاره د ديني عالمانو يو نړيوال كنفرانس را وبولي او نړيوالو ته به وښيي، چې ځانمرگي بريدونه له اسلام سره هيڅ تړاو نلري.
استاد برهان الدين رباني، چې جهادي رهبر و ؛ د ۱۳۸۹ل كال د تلې له مياشتې د ۶۸ كسيزې شورا د مشر په توگه دنده تر سره كوله؛ خو د وږي په نهه ويشتمه په كابل كې د يوه ځانمرگي په بريد كې ووژل شو.
