تازه خبرونه
د افغانستان په لویدیځ کې څو زلزلو لږ تر لږه ۵۵ کسانوته مرګ و ژوبله اړولې
د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ويلي؛ په هرات ولایت کې نن (شنبه د تلې ۱۵ ) د څو زلزلو په پایله کې لږ تر لږه ۱۵ کسان مړه شوي او شاوخوا ۴۰ نور ټپیان دي.
د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ویاند ملا جانان سایق ويلي، دغه مرګ و ژوبله د هرات ولایت په زنده جان ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
د سایق د څرګندونو له مخې؛ دا احصائیه لومړنۍ ده او د تلفاتو د زیاتوالي احتمال شته.
د هغه په وينا، په فراه او بادغيس ولايتونو کې هم يو شمېر کورونه په جزوي توګه ويجاړ شوي دي.
زلزله پر ځايي وخت د سهار پر ۱۱ بجو پیل شوه او د هرات ښار اوسیدونکي او هټیوال یې له د ودانیو پریښودو ته اړ کړل.
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیالۍ په هرات، فراه او بادغېس ولایتونو کې د زلزلې له زيانمنو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه
د رياستالوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر طبیعي پېښو ته د رسېدو کمېسیون غړیو وزارتونو او ادارو ته لارښوونه کړې، چې د پېښو سیمو ته ځانونه ورسوي، له ټولو شته امکاناتو دې کار واخلي، د زيانمنو شويو هېوادوالو لاسنیوی دې وکړي او هر ډول لازمې مرستې دې ورسره وکړي.
په افغانستان کې د ایران سفارت څرګنده کړې؛ چمتو دي، چې د بشري مرستو د لېږد لپاره سرحدي خدمات ډېر کړي.
د دغه بنسټ په ایکس پاڼه کې د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې: د ایران اسلامي جمهوریت سفارت د هرات زلزلې له قربانیانو او ټپیانو سره د خواخوږۍ د څرګندولو ترڅنګ د بشردوستانه همکاریو په چوکاټ کې د نړیوالو مرستو منلو او مستقیمو مرستو ته چمتو دی او د سیمهییزو اړیکو د کمیتې او غازان بیانیې له لارې د بشري مرستو د لیږد لپاره خپل سرحدي خدمات زیاتوي.
د امریکا د ځمکپوهنې ادارې د راپور له مخې؛ په افغانستان کې نن سهار شاوخوا ۱۱ بجې د رښتر پر کچه ۶،۳ درجې دوه زلزلې وشوې او ورپسې د رښتر پر کچه ۵،۵ درجې زلزلې وشوې.
دې ادارې خبرداری ورکړی، چې د سلګونه احتمالي مړینه او همدارنګه احتمالي پراخه زیانونه شتون لري؛ ځکه، چې دې کچې زلزلو سیمهییز او ملي غبرګونو ته اړتیا لرلې ده.
د حکومت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت یوه ویاند د فرانسې خبري سرچینې ته ویلي، چې دا مرګ و ژوبله لومړنۍ ده او هغه اندېښنه لري، چې دا به نوره هم زیاته شي؛ ځکه، چې په کلیو او غرنیو سیمو کې هم د ځمکې ښویېدنې پېښې رامنځته شوې دي.
د هرات د عامې روغتیا رییس محمد طالب شاهد هم یادې خبري سرچینې ته ویلي؛ دا احصائیه وروستۍ نهده او اوس هم خلک تر ویجاړیو لاندې بند پاتې دي.
د يادونې ده، چې هرات د افغانستان فرهنګي پلازمېنه ده، چې شاوخوا ۱،۹ ميليون نفوس لري.
تازه خبرونه
اسلامي امارت قطر او ترکیې ته خواخوږي وړاندې کړه
یاد وزارت دا پېښه خواشینوونکې بللې او د قربانیانو کورنیو ته یې خپله ژوره خواشیني او خواخوږي څرګنده کړې ده.
تازه خبرونه
پاکستان له افغانستان سره په روان جنګ کې د روسیې د منځګړیتوب غوښتنه وکړه
فیصل نیاز ترمذي د روسیې له «ایزوستیا» ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي؛ پاکستان له روسیې سره په اړیکه کې دی او د دې هېواد له «ځانګړي وړاندیز» څخه د کړکېچ د حل لپاره مننه کوي.
په روسیه کې د پاکستان سفیر فیصل نیاز ترمذي ویلي: اسلامآباد له مسکو څخه غوښتي، چې له افغانستان سره په روان جنګ کې منځګړیتوب وکړي.
فیصل نیاز ترمذي د روسیې له «ایزوستیا» ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي؛ پاکستان له روسیې سره په اړیکه کې دی او د دې هېواد له «ځانګړي وړاندیز» څخه د کړکېچ د حل لپاره مننه کوي.
هغه زیاته کړې؛ د روسیې، چین، قطر، ترکیې او سعودي عربستان وړاندیزونه د لنډمهالي اوربند د هوکړې لامل شوي هم دي.
ترمذي ټینګار کړی: « مونږ له خپلو ټولو شریکانو غواړو، چې مهرباني وکړئ طالبانو (اسلامي امارت) ته ووایاست، چې له دې فرصته یوازې د بیا تنظیم، بیا وسلوال کېدا او بیا برید لپاره کار وانخلي؛ ځکه لوی هېوادونه لکه روسیه او پاکستان د ترهګریزو کړنو له لارې بېثباته کېدی نشي.»
دې پاکستاني ډیپلوماټ ټینګار کړی، چې په افغانستان کې لسیزو جګړو نه یوازې کابل او اسلامآباد، بلکې ګاونډ هېوادونه لکه ایران، تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان او حتا روسیه هم اغېزمن کړي دي.
هغه زیاته کړې: « ځکه، نو مونږ ټول باید له یو بل سره سوداګري وکړو، ښوونې، هنر او کلتور ته وده ورکړو. تروریزم ناسمه لار ده.»
د منځګړیتوب دا غوښتنه په داسې حال کې راپورته شوې، چې د وروستیو اوونیو د تاوتریخوالي او شخړو د زیاتېدا په پایله کې سلګونه کسان ووژل شول او زرګونه نور بېځایه شوي دي.
پاکستانيانو څو ځله ادعا کړې، چې په دې هېواد کې وسلهوال بریدونه د افغانستان له خاورې تنظیمېږي.
په داسې حال کې، چې اسلامي امارت تل د پاکستان دا ادعا رد کړې او څرګندوي؛ افغانستان د پاکستان د «امنیتي ناکامۍ» مسوول ندی.
تازه خبرونه
نړۍ دې د افغانستان او پاکستان د پراخې جګړې مخه ونیسي – فایننشل ټایمز
یادې ورځپاڼې زیاته کړې: نږدې پېنځه کاله د اسلامي امارت له بیا واکمنېدا تېر شوي؛ خو د افغانستان په اړه د نړۍ د پاملرنې د کمېدا ترڅنګ دې رسنۍ پر ښځو محدودیتونه او د کابل او اسلامآباد تر منځ د اړیکو خرابوالی ته هم ګوته نیولې ده.
د فایننشل ټایمز ورځپاڼې په یوه لیکنه کې، چې د یکشنبې پر ورځ خپره شوې؛ خبرداری ورکړی: د افغانستان او پاکستان تر منځ د کړکېچونو زیاتوالی د دې خطر رامنځته کوي، چې روان وضعیت پراخې جګړې ته واوړي؛ خو نړیواله ټولنه باید ژر تر ژره له دې سیمې سره بیا تعامل پیل کړي.
یادې ورځپاڼې زیاته کړې: نږدې پېنځه کاله د اسلامي امارت له بیا واکمنېدا تېر شوي؛ خو د افغانستان په اړه د نړۍ د پاملرنې د کمېدا ترڅنګ دې رسنۍ پر ښځو محدودیتونه او د کابل او اسلامآباد تر منځ د اړیکو خرابوالی ته هم ګوته نیولې ده.
د لیکنې له مخې: د پاکستان او اسلامي امارت تر منځ اړیکې له ۲۰۲۱ ز.کال راپدېخوا ډېرې خرابې شوې دي، ځکه اسلامآباد افغان چارواکي په خپله خاوره کې د دوی مخالفو وسلوالو ته پر پناه ورکولو او بریدونو تورنوي؛ خو دا ادعا تل اسلامي امارت رد کړې ده.
په وروستیو اوونیو کې تاوتریخوالی دومره زیات شوی، چې د هوايي او ځمکنیو بریدونو له کبله د یو شمېر راپورونو له مخې له زر ډېر کسان وژل شوي او له سل زره ډېر نور بېځایه شوي دي.
دغه راز له تر ټولو خونړیو پېښو څخه یوه په کابل کې د روږدو د درملنې پر امید نومي روغتون د پاکستاني پوځیانو هوايي برید و، چې د افغان چارواکو پر وینا سلګونه کسان په کې وژل شوي دي.
ورځپاڼې خبرداری ورکړی، چې که تاوتریخوالی همداسې روان وي؛ نو ښايي د جنوبي او مرکزي آسیا ثبات له خطر سره مخ کړي او افغانستان یو ځل بیا د وسلوالو ډلو د فعالیتونو پر مرکز بدل شي.
دې ورځپاڼې د پاکستان پر پوځي پالیسۍ هم نیوکه کړې او څرګندوي، چې یوازې هوايي بریدونه د وسلوالو فعالیتونو د پای ته رسولو لپاره بسنه نهکوي.
دغه راز له لویو قدرتونو لکه امریکا او چین څخه غوښتي، چې فعاله ډیپلوماټیکه ونډه واخلي.
همدارنګه، د چین سټراټیژیکو ګټو ته هم نغوته(اشاره ) شوې، چې بیجینګ کولی شي د منځګړي په توګه رول ولوبوي.
د سولې پخوانیو ناکامو هڅو سره – سره ورځپاڼې ټینګار کړی، چې د نړۍ بېپروايي او بېتفاوتي به سیمه له پوره خطرونو سره مخ کړي.
-
څار5 days agoڅار: پر افغان ملکي وګړو د پاکستاني بریدونو پایلې
-
تحول5 days agoتحول: د پاکستان پر بریدونو روان غبرګونونه
-
تازه خبرونه1 day agoد اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې
-
تازه خبرونه1 day agoد پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا اوربند مات کړ
-
لوبی1 day agoپه کوکپر نړیوالو سیالیو کې د وزلوبې ملي لوبډله درېیمه شوه
-
نړۍ9 hours agoکیم جونګ اون یو ځل بیا د شمالي کوریا د دولتي چارو رییس وټاکل شو
-
نړۍ1 day agoټرمپ ایران ته د انرژۍ پر ودانیزو بنسټونو د بریدونو ګواښ وکړ
-
تازه خبرونه1 day agoد افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی خطرناک پړاو ته رسېدلی – د بحران نړیواله ډله
