سیمه ییز خبرونه

د افغانستان په پکتیا کې د نجونو لیسې او منځني ښوونځي بېرته پرانيستل شول

Published

on

د افغانستان په ختیځ ولایت پکتیا کې چارواکو ویلي، چې د دې ولایت د نجونو لیسې او منځني ښوونځي بېرته پرانیستل شوي؛ خو دا هڅې په رسمي بڼه تائیذ شوې ندي.

په افغانستان کې د نجونو ډېري لیسې او منځني ښوونځي د ۱۴۰۰ لمریز کال له زمري او د ۲۰۲۱ د اګست راپدیخوا، چې د افغانستان اسلامي امارت په کې بیا واک ته ورسېد؛ تړل شوي. په داسې حال کې، چې د ۲۰۲۲ کال د مارچ په میاشت کې یې د پوره پرانستې ژمنې ناڅاپه بدلې او د اړوند ولایتونو د ۱۴۰۱ کال د وري په میاشت کې له شپږم پورته ښوونځي وتړل شول.

د پکتيا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ مشرتابه مولوي خالقيار احمدزي رویترز ته څرګنده کړې: ښوونځي څو ورځې وړاندې پرانيستل شوي، د اسلام احکام، فرهنګ او دودونه په کې مراعات شوي، د ښوونځيو مديرانو له زدکوونکیو غوښتې، چې بېرته ښوونځيو ته راشي؛ د نجونو لیسې او منځني ښوونځي خلاص دي.

د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د سې شنبې پر ورځ د آریانا نیوز خبریال ته وویل، چې د دغه راپور شوې هڅې په اړه جزئیات نلري.

نوموړي ویلي: زه تر اوسه پدې اړه بشپړ معلومات نلرم. پلټنې روانې دي، چې اړوند ښوونځي د کومو تدابيرو لاندې او د چا پر لارښوونه پرانيستل شوي دي.

د پکتيا د پوهنې رياست وياند منلې، چې د نجونو لیسې او منځني ښوونځي پرانيستل شوي او وايي، چې دې رياست ته له مخکې خبر نه و ورکړ شوی؛ خو د پوهنې وزارت ته يې مکتوب لېږلى او ځواب ته يې په تمه دي.

Trending

Exit mobile version