روغتيا

د افغانستان په څوارلس ولایتونو کې د ګوزڼ واکسین کمپاین پیلیږي

Published

on

(Last Updated On: تله ۳۰, ۱۴۰۲)

سبا دوشنبه (د لړم لومړۍ) به د افغانستان په څوارلس ولایتونو کې د ماشومانو د ګوزڼ یا فلج واکسین د پلي کولو کمپاین پیل شي.

له پولیو څخه د پاک افغانستان بنسټ نن (د تلې ۳۰ ) په ایکس ټولنیزه پاڼه کې لیکلي، چې دغه کمپاین به په کندوز، تخار، بغلان، پروان، کاپیسا، کابل، کونړ، نورستان، لغمان، ننګرهار، پکتیا، پکتیکا، غزني او خوست ولایتونو کې پیل شي.

دغه بنسټ له ميندو او پلرونو غوښتي، چې خپل له پېنځه کلونو ټیټ عمره ماشومان واکسين کړي، چې له افغانستان څخه د پوليو ناروغي له منځه ولاړه شي.

سږ کال په ننګرهار ولایت کې د ماشومانو د ګوزڼ یا فلج پېنځه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې هغه دوه هېوادونه دي، چې د پولیو په بشپړ له منځه وړلو کې بریالي شوي نه‌دي.

پوليو يوه ويروسي ناروغي ده، چې هيڅ علاج نه‌لري او نخاع يا هغه مهمې عصبي ریښې زيانمنوي، چې په ملا‌ تیر کې پرتې دي او د بدن د فلج لامل ګرځي.

Trending

Exit mobile version