تازه خبرونه
د افغانستان په چارو کې د چین ځانګړي استازي له امیرخان متقي او انس حقاني سره ولیدل
د چین بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، یو شیائویونګ د ۲۰۲۶ ز.کال د می له لسمې څخه تر شپاړلسمې افغانستان او قطر ته سفر کړی دی.
د چین بهرنیو چارو وزارت ویلي؛ د افغانستان په چارو کې د دې هېواد ځانګړي استازي یوشیائویونګ افغانستان او قطر ته په خپل سیمهییز سفر کې له لوړپوړو چارواکو سره لیدلي دي.
د چین بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، یو شیائویونګ د ۲۰۲۶ ز.کال د می له لسمې څخه تر شپاړلسمې افغانستان او قطر ته سفر کړی دی.
د دې سفر پر مهال د چین ځانګړي استازي په کابل کې د افغانستان بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي او د اسلامي امارت له لوړپوړي سلاکار انس حقاني سره بېلابېلې لیدنې کړې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړو لوریو د چین او افغانستان پر اړیکو، دوهاړخیزو همکاریو او یو شمېر سیمهییزو او نړیوالو موضوعاتو اندونه وړاندې کړي دي.
چین د ۲۰۲۱ ز.کال له بدلونونو وروسته له افغانستان سره خپلې ډیپلوماټیکې اړیکې ساتلي او په وروستیو کلونو کې یې د اقتصادي همکاریو، سیمهییز اتصال او د افغانستان پر ثبات ټینګار کړی دی.
دغه راز بیجینګ د سوداګرۍ، بنسټیزو پروژو او سیمهییزو همکاریو په برخو کې له افغانستان سره پراخې خبرې کړې دي.
د چین بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې یو شیائویونګ د خپل سفر په لړ کې قطر ته هم تللی او هلته یې د قطر بهرنیو چارو وزارت د دولتي له وزیر محمد بن عبدالعزیز الخلیفي سره لیدنه کړې او د ګډو ګټو پر موضوعاتو یې خبرې کړې دي.
تازه خبرونه
یک شهروند افغان در ایران اعدام شد
د بشري حقونو«ههنګاو» ادارې راپور ورکړی، چې د حسيني د اعدام حکم نن پنجشنبه سهار د اصفهان په مرکزي زندان کې پلي شوی دی.
یو ۲۰ کلن قائم حسيني نومی افغان ، چې ویل کېږي د ایران په تېر کال اعتراضونو کې یې ګډون کړی و؛ له نیولو وروسته په اصفهان کې اعدام شوی دی.
د بشري حقونو«ههنګاو» ادارې راپور ورکړی، چې د حسيني د اعدام حکم نن پنجشنبه سهار د اصفهان په مرکزي زندان کې پلي شوی دی.
د «میزان» خبري آژانس د راپور له مخې؛ حسيني د «محاربه»، «په ځمکه کې فساد خپرول»، «د ملي امنیت پر ضد اقدام» او «د عامه شتمنیو ویجاړولو» پر ګډون په یو شمېر تورونو کې پر اعدام محکوم شوی و.
نوموړی د ۱۴۰۴لمریز لېږدیز کال د مرغومي پر اتهلسمه د اصفهان د علیخاني میدان په رامنځته شویو پېښو کې پر ګډون تورن شوی و؛ په دغو پېښو کې د ایران څلور امنیتي سرتېري وژل شوي وه.
حسيني د دې قضیې پېنځم تورن کس دی، چې اعدامېږي.
له هغه مخکې څلور نور تورن کسان، چې د هغه د ترور زوی ګلمحمد محمدي هم په کې و؛ اعدام شوي وه.
تازه خبرونه
درېیمو هېوادونو ته له قطره د بند پاتې افغانانو د لېږد خبرې روانې دي- امریکا
دغه پناهغوښتونکي د افغانستان د جګړې په وروستیو ورځو کې له هېواده وایستل شول او وروسته د قطر په «السّیلیه» کمپ کې ځای پر ځای شول.
د امریکا «انپيآر» سرچینې راپور ورکړی: له ۱۰۰۰ ډېر افغانان، چې په ۲۰۲۱ز.کال کې د اسلامي امارت له بېرته واک ته رسېدا وروسته د امریکا په یوه پوځي مرکز کې د مېشتېدا لپاره قطر ته لېږدول شوي؛ اوس هم په نامعلوم برخلیک کې دي او امریکا ته د هغوی د لېږد لپاره روښانه لاره نهشته.
دغه پناهغوښتونکي د افغانستان د جګړې په وروستیو ورځو کې له هېواده وایستل شول او وروسته د قطر په «السّیلیه» کمپ کې ځای پر ځای شول.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت«انپيآر» ته ویلي، چې د دغو افغانانو د مېشتېدا د ځای په اړه خبرې اوس هم روانې دي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت په یوه برښنالیک کې« انپيآر» ته ویلي:« درېیم هېواد ته د دغو کسانو لېږدول کېدی شي مناسبه حللاره وي، چې امنیت یې خوندي کړي او هغوی ته له افغانستان څخه بهر د نوي ژوند د پیل فرصت ورکړي. په داسې حال کې، چې د امریکایانو امنیت هم خوندي پاتې شي.»
د خلیج په سیمه کې د جګړې له دوام سره په دغه کمپ کې وضعیت نور هم ستونزمن شوی دی.
د امریکا د سمندري ځواکونو پخواني سرتېري شان جمشیدي« انپيآر» ته ویلي، چې د نښتو پر مهال توغندي توغول شوي او د هغوی ټوټې د کمپ په شاوخوا کې لوېدلې دي.
یو شمېر پخوانیو امریکايي سرتېرو او د امریکا قانونجوړوونکو هم له واشنګټن غوښتي؛ له هغو افغانانو ملاتړ وکړي، چې له امریکايي ځواکونو سره یې همکاري کړې ده.
د امریکا د کانګرس جمهوريپال غړي او متقاعد جنرال دان بیکن ویلي: امریکا له هغو کسانو سره، چې د دغه هېواد د ځواکونو ترڅنګ یې دنده ترسره کړې؛ «اخلاقي مسوولیت» لري او باید پخپلو ژمنو عمل وکړي.
داسې راپورونه هم خپاره شوي، چې ښایي له دغو افغانانو څخه ځینې د کانګو ډیموکراټیک جمهوریت ته ولېږدول شي.
اسلامي امارت ویلي؛ افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او ټینګار کوي، چې هېوادوال مو کولی شي ډاډه بېرته هېواد ته راستانه شي.
تازه خبرونه
د افغانستان په اړه د اسلامآباد پر تګلاره ملي خبرو ته اړتیا ده – پاکستاني کارپوه
عبدالله خان ویلي، هغو کسانو، چې دغه تګلاره یې جوړه کړې؛ ښایي ډېره وړتیا ولري، خو موخه او لوری یې عامو خلکو ته روښانه نهدی.
د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو د اندتون(انسټیټیوټ ) رییس عبدالله خان د افغانستان په اړه د اسلامآباد پر تګلارې د ملي خبرو غوښتنه کړې؛ ځکه، چې پر وینا یې د پاکستان اوسنۍ تګلاره نه یوازې اسلامي امارت نه کمزوری کوي، بلکې د افغانستان خلک له پاکستان څخه نور هم لرې کوي.
عبدالله خان ویلي، هغو کسانو، چې دغه تګلاره یې جوړه کړې؛ ښایي ډېره وړتیا ولري، خو موخه او لوری یې عامو خلکو ته روښانه نهدی.
نوموړي پوښتنه کړې:« که د پاکستان ستونزه له طالبانو(اسلامي امارت) سره وي؛ نو ولې داسې اقدامات کېږي، چې ښایي د افغانستان ټول خلک د پاکستان پر وړاندې ودروي؟!»
نوموړي د اسلامي امارت پر ضد له وسلهوالو ډلو څخه د پاکستان له ملاتړ مخالفت کړی او څرګندوي، چې د ډېرو افغانانو له شړلو وروسته به د افغان ډلو باور بېرته ترلاسه کول او له هغوی سره د پاکستان همکاري ستونزمنه وي.
نوموړي د اسلامي امارت پر وړاندې د پاکستان تګلاره د هند پر وړاندې د دښمنۍ پر کچه خطرناکه بللې او خبرداری یې ورکړی، چې دغه چلند ښایي په افغانستان کې د هند د نفوذ د بیا زیاتېدا زمینه برابره کړي.
د عبدالله خان د څرګندونو له مخې، د ۲۰۲۳ز.کال په اوکټوبر کې د افغانستان په اړه د پاکستان د سختدریځې تګلارې له غوره کېدا وروسته په پاکستان کې ترهګریز فعالیتونه زیات شوي دي.
هغه همدارنګه ویلي، چې د سرحدي دروازو تړل کېدا د دواړو هېوادونو سوداګرۍ ته زیان رسولی دی.
خان د افغانستان په اړه د پاکستان پر تګلاره د بېړنیو ملي بحثونو غوښتنه کړې، چې پاکستان وکولی شي د خپل امنیت د خوندي کولو او د خپلو ملي ګټو د ساتلو لپاره مناسبه لار ومومي.
نوموړي ټینګار کړی، چې د افغانستان په اړه تګلاره باید د یوه کس یا یوې محدودې ډلې لهخوا ونه ټاکل شي، بلکې باید د پاکستان د ملي ګټو او امنیت پر بنسټ جوړه شي.
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoایراني پیلوټان مو نهدي نیولي؛ د یوه هغه مړی موندل شوی دی- قطر
-
تازه خبرونه3 days agoجمعهخان فاتح له خپلو ځواکونو سره حکومت ته تسلیم شو
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان په پولو کې بېثباتي د سیمې امنیت ګواښي – مصدقوف
-
تازه خبرونه5 days agoد تورخم له لارې افغانستان ته د بشري مرستو ۷۲۴ موټر راولېږدېدل
-
لوبی3 days agoدروېش رسولي د آسیايي لوبو لپاره د افغان ابدالیانو کرکټ لوبډلې لوبډلمشر شو
-
د هوا حالاتو بدلونونه5 days agoد امریکا منځنی لویدیځه برخه مرګونو توپانونو او بېسارو سېلابونو وځپله
-
تازه خبرونه3 days agoد کابل په یوه ښوونځي کې چاودنه؛ لږ تر لږه ۵۲ کسان ټپیان شول
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoد پاکستان سترې محکمې له زندانه څخه روغتون ته د عمران خان د لېږدولو امر وکړ
