سیمه ییز خبرونه
د افغانستان په کندهار ولایت کې سېلابونو شپږ کسان مړه کړي
سیمه ییزو چارواکو ويلي، د سې شنبې له ورځې راپدیخوا په کندهار ولایت کې د سېلابونو له کبله لږ تر لږه شپږ کسان مړه شوي دي.
د کندهار د معروف ولسوالۍ امنيه قومندان مولوي طاهر ويلي، چې تېره شپه د دې ولسوالۍ په ځينو سيمو کې د سېلابونو له کبله شپږ کسان مړه شوي دي.
هغه زياته کړې، چې په سېلابونو کې د يادې ولسوالۍ د امنيه قومندانۍ ودانۍ هم ويجاړه شوې ده.
د افغانستان سرې میاشتې ټولنې د کندهار ولایت په میانشین ولسوالۍ کې له سیلاب ځپلیو کورنیو سره یو میلیون و ۴۰۰ زره افغانۍ نغدي مرسته وکړه.
د ARC د معلوماتو له مخې، دوی تر اوسه د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې له ۲۷۹ سېلاب ځپلیو کورنیو سره مرسته کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد په سویلي او ختيځو ولايتونو کې له شاوخوا دوه اوونيو راپدیخوا سخت باران ورېږي.
د پنجشېر اوسيدونکیو هم خبر ورکړی، چې د دغه ولايت په دره او ابشار ولسواليو کې اورښتونو مالونو ته پراخ زيانونه اړولي دي.
د سیمې خلکو ويلي، د سې شنبې پر شپه سخت باران په دره ولسوالۍ کې پيل شو او د دره عبدالله خېلو سړک يې ويجاړ کړ.
د پنجشېر ولايت د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رياست چارواکي تاييدوي، چې په دې پېښه کې چا ته مرګ و ژوبله نده اوښتې؛ خو پلونه او کانالونه ويجاړ شوي دي.
د هوا پېژندنې ادارې چارواکو په راتلونکیو دوه ورځو کې د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د اورښت اټکل کړی دی.