روغتيا
د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د ګوزڼ واکسین کمپاین پیلېږي
له “ګوزڼ څخه پاک افغانستان” ایکس پاڼې د اړوند ولایتونو د نومونو په اړه، چې څو ورځنی به وي؛ بشپړ جزئیات ندي ورکړي.
د ګوزڼ واکسین کمپاين دفتر ويلي، چې سبا (دوشنبه د لیندۍ پېنځمه) په يو شمېر سيمو کې د پوليو واکسين کمپاين پيلېږي.
له “ګوزڼ څخه پاک افغانستان” ایکس پاڼې د اړوند ولایتونو د نومونو په اړه، چې څو ورځنی به وي؛ بشپړ جزئیات ندي ورکړي.
د ګوزڼ ډېرې مثبتې پېښې په جنوبي او سویل ختیځو ولایتونو کې ثبت شوې دي.
د روغتیا نړیوال ټولنې د تازه راپور له مخې؛ سږ کال په افغانستان کې د پولیو ۲۳ مثبتې پېښې ثبت شوې دي. په داسې حال کې، چې تېر کال یوازې په ننګرهار ولایت کې شپږ مثبتې پېښې ثبت شوې وې.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په ٢٠۲٤ کال کې يوازې په کندهار کې د پوليو د ناروغۍ ١٢ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
روغتيا
نن د افغانستان په پېنځه ولایتونو کې د پولیو واکسین کمپاین پیلېږي
د دغه بنسټ د معلوماتو له مخې؛ د واکسین کمپاین به په ټول ننګرهار ولایت، د کونړ په اووه ولسوالیو، د کابل په شپږ ولسوالیو، د هرات په دوه ولسوالیو او د فراه په دوه ولسوالیو کې ترسره شي. د دې کمپاین موخه ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول او د پولیو ویروس د خپرېدا مخنیوی دی.
د «پولیو فري افغانستان» بنسټ اعلان کړی، چې د دوشنبې پر ورځ( د زمري شپږویشتمه) د هېواد په پېنځه ولایتونو کې د پولیو واکسین نوی کمپاین پیلېږي؛ دا کمپاین په افغانستان کې د پولیو د نویو پېښو له ثبتېدا سره هممهاله ترسره کېږي.
د دغه بنسټ د معلوماتو له مخې؛ د واکسین کمپاین به په ټول ننګرهار ولایت، د کونړ په اووه ولسوالیو، د کابل په شپږ ولسوالیو، د هرات په دوه ولسوالیو او د فراه په دوه ولسوالیو کې ترسره شي. د دې کمپاین موخه ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول او د پولیو ویروس د خپرېدا مخنیوی دی.
دا کمپاین د روزګان ولایت د ترینکوټ ښار د پولیو د یوې نوې پېښې له راپور وروسته پیلېږي.
د روغتیا نړیوالې ټولنې هم مخکې ویلي وه، چې د ۲۰۲۶ز.کال له پیل راپدېخوا په افغانستان کې د پولیو ۱۵ پېښې ثبت شوې دي.
پولیو یوه ډېره ساري ناروغي ده، چې په ځانګړي ډول ماشومان ګواښي او د دایمي فلج لامل کېدی شي. د واکسین پرلهپسې اخیستل او د واکسین څو پړاوونه بشپړول د دې ناروغۍ د خپرېدا د مخنیوي تر ټولو اغېزمنه لار بلل کېږي.
افغانستان او پاکستان اوس هم د نړۍ له هغو لږ شمېر هېوادونو څخه دي، چې د پولیو ویروس په کې خپرېږي. د دواړو هېوادونو ترمنځ د کورنیو تګ راتګ هم په سرحدي سیمو کې د واکسین کولو او روغتیايي څارنې ارزښت زیات کړی دی.
«پولیو فري افغانستان» له کورنیو غوښتي، چې د واکسین په کمپاینونو کې همکاري وکړي، څو ماشومان له دې ناروغۍ خوندي او نورو ټولنو ته د ویروس د لېږد مخه ونیول شي.
روغتيا
په کابل کې د زړه د سوري د درملنې څانګیز روغتون پرانیستل شو
د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولان وایي، دغه روغتون د کال دوه زره ناروغانو د درملنې وړتیا لري او د زړه د ناروغیو د تشخیص، درملنې او جراحۍ خدمتونه به په وړیا توګه ۲۴ ساعته وړاندې کوي.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري په کابل کې د زړه د سوري د درملنې څانګیز روغتون پرانیستل شو.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولان وایي، دغه روغتون د کال دوه زره ناروغانو د درملنې وړتیا لري او د زړه د ناروغیو د تشخیص، درملنې او جراحۍ خدمتونه به په وړیا توګه ۲۴ ساعته وړاندې کوي.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې رییس شهابالدین دلاور د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، د دې روغتون د جوړولو لګښت د همدې ټولنې له بودجې ورکړ شوی دی.
د مسوولانو د څرګندونو له مخې، له دې مخکې د زړه پر سوري اخته ډېر ناروغان د درملنې لپاره خصوصي روغتونونو یا له هېواده بهر روغتیايي مرکزونو ته تلل؛ خو د دغه روغتون له فعالیت سره به یو شمېر ناروغ ماشومان، وکولی شي په هېواد کې دننه څانګیزه درملنه ترلاسه کړي.
د ریاستالوزراء اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، د دغه روغتون پرانیستل به د زړه د ګڼو اړمنو ناروغانو د درملنې زمینه برابره کړي.
هغه زیاته کړې، د اقتصادي ستونزو له کبله پخوا ډېری ناروغان د اړینو روغتیايي خدمتونو له ترلاسه کولو بېبرخې پاتې کېدل.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې رییس ټینګار کړی، چې په ددې روغتون کې به کورني او بهرني څانګوال ډاکټران اړمنو ناروغانو ته د زړه د درملنې خدمتونه ۲۴ ساعته او په وړیا توګه وړاندې کړي او هڅه به وشي، چې ناروغانو ته ښه روغتیايي خدمتونه وړاندې شي.
د دغه روغتون څانګوال وایي، د زړه د ناروغیو د تشخیص او درملنې لپاره ټول عصري تجهیزات په دې روغتون کې برابر شوي دي.
د دغه روغتون له پرانیستې سره به هغه کورنۍ، چې پخوا یې د خپلو ماشومانو د زړه د ناروغیو د درملنې لپاره د درندو لګښتونو او بهرنیو سفرونو ستونزې ګاللې؛ اوس کولی شي په افغانستان کې دننه له وړیا او څانګیزو روغتیايي خدمتونو برخمنې شي.
روغتيا
د عامې روغتیا وزیر د «ګاوي» له استازو سره د واکسین پر پراختیا خبرې وکړې
په دې لیدنه کې جلالي د لومړنیو روغتیايي خدمتونو د پراختیا، د عادي واکسیناسیون د بهیر د پیاوړتیا، د عامې روغتیا وزارت د لومړیتوبونو او د ګاوي له لوري د ترسره کېدونکو همکاریو په اړه خبرې وکړې.
د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر نورجلال جلالي په کابل کې د واکسین او معافیت نړیوال یووالي(ګاوي) د افغانستان د دفتر له مشرې ویرونیکا ماویا، د روغتیا نړیوالې ټولنې او یونیسف له استازو او مل پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې جلالي د لومړنیو روغتیايي خدمتونو د پراختیا، د عادي واکسیناسیون د بهیر د پیاوړتیا، د عامې روغتیا وزارت د لومړیتوبونو او د ګاوي له لوري د ترسره کېدونکو همکاریو په اړه خبرې وکړې.
هغه د شري، پولیو او نورو ساري ناروغیو پر وړاندې مبارزه د وزارت له مهمو لومړیتوبونو وبلله او ویې ویل، چې د وقایوي خدمتونو ترڅنګ د لومړنیو روغتیايي خدمتونو د پراختیا لپاره هم هڅې روانې دي.
د عامې روغتیا وزیر زیاته کړې، د واکسین او روغتیا ملي سټراټیژۍ به ژر وروستۍ او د پلي کېدا لپاره اړوند بنسټونو ته وړاندې شي.
دغه راز د ګاوي، د روغتیا نړیوالې ټولنې او یونیسف استازو خپل نظرونه شریک کړل او ډاډ یې څرګند کړ، چې په یادو برخو کې به خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
ویل کیږي، چې افغانستان اوس هم د ګاوي له لومړیتوبونو څخه دی او دغه بنسټ به د روغتیا او معافیت په برخه کې له افغانستان سره خپلې مرستې او همکاري روانه ساتي.
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان بانک ویزهکارت او نوی«حسابپی » کاریال نندارې ته وړاندې کړ
-
تازه خبرونه5 days agoمولانا فضل الرحمن په اسلامآباد کې د افغانستان سفارت جوړېدونکو مراسمو ته وبلل شو
-
لوبی5 days agoافغان کرکټ لوبډلې د نوې ریکارډ پر ثبتولو له ایرلینډ څخه د یو ورځنۍ سیالیو لړۍ وګټله
-
تازه خبرونه3 days agoتاجکستان له هوايي حریم څخه د سرغړونې له کبله افغانستان ته اعتراضي یادښت واستاوه
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان راتلونکی له هراړخیز پرمختګ او پرلهپسې نړیوال تعامل سره تړلی دی – یوناما
-
تحول4 days agoتحول: د افغانستان او ایران ترمنځ سوداګریزې همکارۍ
-
تازه خبرونه4 days agoد امنیت شورا د بندیزونو د څارنې ډلې راپور ردوو – ذبیحالله مجاهد
-
تازه خبرونه2 days agoد افغانستان اقتصاد په تېرو پېنځه کلونو کې د پام وړ وده کړې – امارت اسلامي
