تازه خبرونه
د افغانستان په ۱۳ ولایتونو کې د واورې او ورښتونو وړاندویېنه شوې
Last Updated on: مرغومی ۸, ۱۴۰۱
د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې د واورې او سختو ورښتونو له شونتیا خبرداری ورکړی دی.
دې ادارې د چارشنبې پر ورځ( د مرغومي ۷ ) په ډاګه کړې، چې په راتلونکیو ۲۴ ګړیو کې به هرات، فراه، غور، بادغیس، دایکندي، بامیان، میدان وردګ، روزګان، هلمند، کندهار، زابل، غزني او پکتیکاولایتونه له واورې او ورښتونو سره مخ شي.
د هوا پېژندنې ادارې په بېلابېلو سیمو کې د اورښت اندازه له ۱۰ څخه تر ۲۰ ملي مترو او په بېلابېلو ځایونو کې له ۱۰ څخه تر ۳۰ سانتي مترو پورې د واورې اورېدو اټکل کړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان په مرکزي سیمو کې د واورې اورښت هر کال خلکو ته ستونزې جوړوي او د مرکزي ولایتونو د ډېرو ولسوالیو لارې له ولایتي مرکزونو سره تړل کیږي.
