تازه خبرونه
د افغانستان ډډې ته کول به غوره پایلې ونهلري- زرداري
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې له افغانستان سره عملي چلند او رغنده اړیکي خوندي کړي او په دغه هېواد کې د شوني بشري ناورین د مخنیوي لپاره خپلې مرستې روانې وساتي.
بلاول بوتو زرداري د جمعې پر ورځ د اسلامآباد د ستراتیژیکو مطالعاتو په انستیتوت کې یوې جوړې شوې غونډې ته د وینا پرمهال ویلي، چې په دې حساس پړاو کې افغانستان له څلوېښت میلیون وګړیو سره هېرول به د له تصوره د وتلیو پایلو لامل شي.
هغه وایي: نړیواله ټولنه باید د هر ډول شوني بشري ناورین د مخنیوي او د افغانستان د اوږدمهاله پرمختګ لپاره د یوه باثباته اقتصاد په رامنځته کولو کې مرسته وکړي او خپلې مرستې روانې وساتي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزیر د اسلامی امارت له چارواکو هم وغوښتل، چې د نړیوالې ټولنې تمې په پام کې ونیسي او غوښتنو ته یې مثبت ځواب ورکړي.
هغه څرګنده کړې، چې اسلامي امارت باید د ټولګډونوالي، د ټولو افغانانو بشري حقونو ته د درناوي او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې اړوند غوښتنو او پوښتنو ته د اغېزمنو کړنو ډاډ څرګند کړي.