لوبی
د افغانستان کرکت الف لوبډلې له زمبابوې څخه څلورمه لوبه هم وګټله
د افغانستان د کرک الف لوبډلې له زمبابوې الف لوبډلې څخه څلورمه لوبه هم وګټله.
دا لوبه تېره ورځ د زمبابوې د هرارې په میدان کې وشوه. زمبابوې په پنځوس اورونو کې افغانستان الف ته د دوه سوه دیارلس منډو هدف وټاکه، چې افغانستان د درې لوبغاړیو په سوځیدو دا هدف پوره او څلورمه پرلپسې لوبه یې هم وګټله.
د دغو لوبډلو تر منځ وروستۍ لوبه د یکشنبې په ورځ ده.
ټاکل شوې، چې په همدې میاشت کې د افغانستان د کرکت ملي لوبډله هم زمبابوې ته د پېنځه یوې ورځنیو سیالیو لپاره ولاړه شي.
لوبی
د افغانستان او عمان ترمنځ د کرکټ روزنیزه لوبه بې پایلې پای ته ورسېده
د افغانستان او عمان د کرکټ ملي لوبډلې د چارشنبې پر ورځ (د غبرګولي نهمه) د نړیوال جام لپاره د روزنیزو یا تمریناتي لوبو په لړ کې د کارابین ټاپوګانو د ټرینیډاډ او ټوباګو په پلازمېنه پورټ آف سپین کې سره مخ شوې.
د عمان ملي لوبډلې په دې لومړۍ لوبه کې توپوهنه پیل کړه او په ۲۰ اورونو کې یې د درې لوبغاړو پر له لاسه ورکولو سره ۱۵۴ منډې جوړې کړې.
د توپاچونې په برخه کې یوازې عظمتالله عمرزي او نوین الحق وکولی شول، چې یو- یو لوبغاړی له ډکره وتلو ته اړ کړي.
په دې سیالیو کې راشد خان د خپل ځان په ګډون نهه توپاچوونکیو ته ته د توپاچونې چانس ورکړ او داسې ښکاري، چې غواړي د نړیوال جام له پیل مخکې د خپلې لوبډلې توپاچوونکي و ارزوي.
په دغو نهه توپاچوونکیو کې ننګیالي خروټي د نورو پر پرتله ښه توپاچونه وکړه. که څه هم نوموړي په دغو دوه اورونو کې کومه ویکټه ترلاسه نکړه؛ خو د سیالې لوبډلې لوبغاړو ته يې اجازه هم ورنکړه، چې پر ۱۲ توپونو له ۱۰ ډېرې منډې وکړي.
د باران له کبله د افغانستان توپاچونه ونشوه او په پای کې د باران له کبله دا سیالي بې پایلې پای ته ورسېده.
د افغانستان دوهیمه او وروستۍ روزنیزه لوبه به د جمعې پر ورځ (د غبرګولي یوولسمه ) په هدې لړبغالي کې له سکاټلینډ سره ترسره شي.
نشراتي خبرتیا!
د آریانا نړیواله راډیو ټلویزیوني شبکې (ATN) تېره اوونۍ په ډاګه کړه، چې په افغانستان کې یې د سږني ۲۰ اوریز نړیوال جام د نشراتو حق ترلاسه کړی دی.
د پېښې په اړه خبرونه او تازه معلومات به په منظمه توګه د آریانا او آریانا نیوز اوبپاڼو او ټولنیزو شبکو له لارې خپریږي؛ نو ډاډه اوسئ، چې مونږ وڅارئ.
لوبی
افغانستان د ۲۰ اوریز نړیوال جام دوهیم پړاو ته د رسېدو وړتیا لري – سټوارټ لا
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني مشر روزونکي سټوارټ لا ویلي؛ دا لوبډله د دې وړتیا لري، چې د ویسټ انډیز او امریکا پر کوربتوب په پیلېدونکي شل اوریزو نړیوال جام کې دوهیم پړاو ته ورسیږي.
سټوارټ لا، چې اوس د متحده ایالاتو د لوبډلې مشر روزونکی دی؛ الجزیرې ته ویلي: زه د دوی د کرکټ لوبې پر څرنګوالي مین یم. د دوی د لوبې په ترسره کېدا کې هیڅ وېره نشته.
هغه زیاته کړې: دوی تل تېري کوونکي دي، تل برید کوي. ما ډیر دفاعي لوبغاړي ندي لیدلي او داسې نهښکاري، چې ډېري دفاعي لوبغاړي لومړۍ لوبډلې ته ورننوځي.
نوموړي زیاته کړې، چې افغان لوبغاړي طبيعي استعداد لري او پياوړي او ځواکمن دي.
دی وایي: دوی ځینې وختونه له ځانګړیو شرایطو څخه د تېرېدو لپاره هوښیارۍ ته اړتیا لري.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی مشر روزونکی په دې باور دی، چې دغه لوبډله د پرمختګ لپاره نورو توپوهونکیو ته اړتیا لري.
لا څرګنده کړې؛ د ځینو ځوانو لوبغاړو له راتګ سره د دوی توپوهنه ښه شوې ده.
ټاکل شوې د ۲۰ اوریزه نړیوال جام سیالۍ د راتلونکې یکشنبې پر ورځ د غبرګولي دیارلسمه / د جون دوهیمه د افغانستان پر وخت د سهار پر ۵ بجو د امریکا او کاناډا تر منځ پیل شي.
افغانستان به لومړۍ لوبه د سې شنبې پر ورځ له یوګانډا سره کوي.
لوبی
کلکتې حیدرآباد ته ماتې ورکړه او د درېیم ځل لپاره یې د هند غوره لیګ اتلولي وګټله
د یکشنبې پر ورځ د هند غوره لیګ سیالیو په پای لوبه کې د کلکتې نایټ رایډرز لوبډلې د سن رایزرز حیدرآباد لوبډلې ته پر ۸ ویکټو ماتې ورکړه او د دې سیالیو درېیمه اتلولي یې خپله کړه.
حیدرآباد د سیالیو د دې حساس پړاو پرمهال له سترې ستونزې سره مخ شو او په ۱۸.۳ اورونو کې د ۱۱۳ منډو پر جوړولو یې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل.
کلکتې لوبډلې ورکړ شوی هدف په ۱۰.۳ اورونو کې د دوه لوبغاړو پر سوځېدو پوره کړ.
وینکاټیش آیر پره ۲۶ توپونو ۵۲ او افغان لوبغاړي رحمان الله ګربز په ۳۲ توپونو ۳۹ منډې وکړې.
د کلکتې نایټ رایډرز لوبډلې د توپاچونې په برخه کې په زړه پورې لوبه روانه وساتله. مچل سټارک دوه ویکټې واخیستې او یوازې ۱۴ منډې یې وکړې.
د هند غوره لیګ اووهلسم پړاو سیالۍ، چې د هېواد په بېلابېلو ښارونو کې د ۱۰ لوبډلو په ګډون ترسره شوې؛ له آریانا تلویزیون څخه پر ژوندۍ بڼه خپرې شوې.
د هند غوره لیګ له پای ته رسیدو وروسته به آریانا ټلویزیون ویاړي، چې د ۲۰۲۴ کال نړیوال جام به هم په ځانګړي او انحصاري توګه نشر کړي.
د راتلونکیو سیالیو د بشپړو معلوماتو د تر لاسه کولو له مونږ سره پاتې شئ.
-
تازه خبرونه2 days ago
آریانا نړیوال ټلویزیون “د ویډیو په ثبتولو کې د مرستې غوښتنې” یو نوی پروګرام پیل کړ
-
لوبی3 days ago
د ۲۰۲۴ شل اوریز نړیوال جام سیالیو ټولې لوبډلې په ډاګه شوې
-
سیمه ییز خبرونه1 day ago
نواز شریف یو ځل بیا د پاکستان د واکمن مسلم لیګ ګوند مشري پر غاړه واخیسته
-
تازه خبرونه4 days ago
له ناقانونه مهاجرینو سره به جګړې ته ورته چلند وشي- د تهران والي مرستیال
-
لوبی3 days ago
افغانستان د ۲۰۲۴ فوټسال نړیوال جام په C ګروپ کې راغی
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
د هند د لویدیځ په یوه تفریحي مرکز کې اور لګېدنې لږ تر لږه ۲۴ کسان مړه شوي
-
تازه خبرونه4 days ago
د خواف – هرات د اوسپنېپټلۍ د وروستۍ برخې د جوړولو کار پیل شو
-
تازه خبرونه4 days ago
په افغانستان کې باید د ټولو قومونو د استازو په ګډون یو حکومت جوړ شي – حسن کاظمي قُمي