لوبی
د افغانستان کرکت ملي لوبډله د تست لوبې لپاره بنګله دېش ته رسېدلې
د افغانستان کرکت ملي لوبډلې لوبغاړي له بنګله دېش سره د تست لوبې د ترسره کولو لپاره دغه هېواد ته رسېدلي دي.
ټاکل شوې، چې دغه لوبه د چارشنبې پر ورځ ( د غبرګولي ۲۴ / د جون ۱۴ نېټه ) د دې هېواد د پلازمېنې داکې ښار د میرپور سیمې په «شېر بنګله» کرکت لوبغالي کې پیل شي.
افغانستان به د یکشنبې پر ورځ د تست لوبې لپاره خپله درې ورځنۍ روزنیزه لیدنه پیل کړي، چې د جون تر ۱۷ پورې به روانه وي.
حشمت الله شهیدي به له توپ اچوونکي راشد خان پرته، چې د ملا د درد له کبله دمه شوی؛ د لوبډلې مشري کوي.
د رحمت شاه، افسر ځاځي، ابراهیم ځدراڼ او ناصر جمال په څېر لوبغاړي، چې په ۲۰۲۱ کال کې د زمبابوی پر وړاندې د وروستۍ تیست لوبډلې ګډونوال وبل؛ په لوبډله کې دي.
افغانستان په ۲۰۱۸ کال کې د کرکت د تر ټولو اوږدې بڼې له پیل راپدیخوا په شپږو تیست لوبو کې برخه اخیستې، چې درې یې ګټلي او درې یې بایللي دي.
افغان سیاحتي لوبډله د بنګله دیش پر وړاندې ښه خاطره لري؛ ځکه، چې دوی پر ۲۰۱۹ کال په چتوګرام کې د شکیب الحسن په مشرۍ بنګله دېش لوبډلې ته د ۲۲۴ منډو پر توپیر زړه راکښونکې ماتې ورکړې ده.