لوبی

د افغانستان کرکت ملي لوبډلې عربي متحده اماراتو ته د ۵ ویکتو پر توپیر ماتې ورکړه

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۲۹, ۱۴۰۱)

د افغانستان کرکت ملي لوبډلې د پنجشنبې پر ورځ ( د سلواغې ۲۷ ) د درې شل آووریز لوبلړ په لومړۍ لوبه کې کوربه ملي لوبډلې عربي متحده عربي اماراتو ته د ۵ ویکتو پر توپیر ماتتې ورکړه.

د افغانستان لوبډلې د توپ وهنې په برخه کې کریم جنت پر ۳۸ توپونو ۵۳ منډې وکړې او افغان لوبډلې پر توپ اچونې د اماراتو یو لوبغاړی له ډګره وویست.

د افغانستان له لوبډلې افسر ځاځی په دې سیالۍ کې ښه وځلېد او پر ۴۰ توپونو یې ۴۸ منډې جوړې کړې.

دغه راز افغان لوبډلمشر راشد خان هم وتوانېد، چې د اماراتو دوه لوبغاړي له میدانه لرې کړي.

د افغانستان کرکت ملي لوبډلې پچه وګټله او توپ وهنه یې پیل کړه. اماراتو د لوبې په ۲۰ آوورونو کې د پېنځه لوبغاړیو لهه سوځېدو سره افغان لوبډلې ته د ۱۴۳ منډو هدف وټاکه.

د افغانستان ملي لوبډلې لوبغاړي وتوانېدل، چې دغه هدف د لوبې په وروستیو آوورونو کې ترلاسه او د پېنځه لوبغاړیو پر سوځېدو بریا خپله کړه.

د اماراتو ملي لوبډلې توپ اچوونکي رضوان پر ۴۱ توپونو ۴۸ او محمد وسیم پر ۳۵ توپونو ۳۳ منډې جوړې وکړې.

د لوبې په پای کې د افغانستان کرکت ملي لوبډلې لوبغاړی کریم جنت د دې سیالۍ غوره لوبغاړی اعلان شو.

ټاکل شوې، چې د افغانستان او عربي متحده اماراتو ترمنځ د ۲۰ آووریزۍ لوبلړۍ دوه‌یمه لوبه د راتلونکې شنبې پر ورځ ترسره شي، چې ورپسې به د دواړو لوبډلو ترمنځ وروستۍ لوبه د یکشنبې پر ورځ ( د سلواغې ۳۰) ترسره شي.

Trending

Exit mobile version