لوبی

د افغانستان کرکت ملي لوبډلې په درېیمه ۲۰ آوریزه لوبه کې ایرلنډ ته ماتې ورکړه

Published

on

(Last Updated On: زمری ۲۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان کرکت ملي لوبډلې د جمعې پر ورځ (د زمري ۲۱) په درېیمه شل آوریزه لوبه کې ایرلنډ ته پر ۲۲ منډو ماتې ورکړه.

افغان لوبډلې توپ وهنه پیل کړه او کوربه لوبډلې ته یې د ۱۹۰ منډو هدف وټاکه.

رحمان الله ګربز په ۳۵ توپونو ۵۳ منډو او نجیب الله ځدراڼ په ۱۸ توپونو او ۴۲ منډې وکړې. حضرت الله ځاځي ۳۹ او ابراهیم ځدراڼ ۳۶ منډې وکړې.

دغه راز د ايرلنډ لوبډلې د نهه لوبغاړیو پر سوځېدو ۱۶۷ منډې جوړې کړې؛ خو بریالۍ نشوه، چې ځان ټاکل شوې موخې ته ځان ورسوي.

د دې لوبډلې لپاره جورج دوکریل تر ټولو ډېرې (۵۸) منډې جوړې کړې.

د افغانستان د توپ اچونې په برخه کې نوین الحق درې او مجیب الرحمن او فضل الحق فاروقي دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

دا د ایرلند پر وړاندې د شل آوریزو سیالیو په لړۍ کې د افغانستان لومړۍ بریا وه. د دې تورنمنت لومړۍ دوه لوبې ایرلند ګټلې وې.

ټاکل شوې د دغو دواړو لوبډلو ترمنځ راتلونکې لوبه د دوشنبې پر ورځ ترسره شي.

Trending

Exit mobile version